الصافات
As-Saaffaat
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفّٗا
Open ayah 37:137-1 قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول
فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرٗا
Open ayah 37:237-2 بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل
فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا
Open ayah 37:337-3 بیا د ذكر په لوستونكو باندې
إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٞ
Open ayah 37:437-4 چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى
رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ
Open ayah 37:537-5 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى
إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِزِينَةٍ ٱلۡكَوَاكِبِ
Open ayah 37:637-6 بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي
وَحِفۡظٗا مِّن كُلِّ شَيۡطَٰنٖ مَّارِدٖ
Open ayah 37:737-7 او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلۡمَلَإِ ٱلۡأَعۡلَىٰ وَيُقۡذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٖ
Open ayah 37:837-8 دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي
دُحُورٗاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ وَاصِبٌ
Open ayah 37:937-9 د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى
إِلَّا مَنۡ خَطِفَ ٱلۡخَطۡفَةَ فَأَتۡبَعَهُۥ شِهَابٞ ثَاقِبٞ
Open ayah 37:1037-10 غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې
فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَهُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَم مَّنۡ خَلَقۡنَآۚ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّن طِينٖ لَّازِبِۭ
Open ayah 37:1137-11 نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي
بَلۡ عَجِبۡتَ وَيَسۡخَرُونَ
Open ayah 37:1237-12 بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي
وَإِذَا ذُكِّرُواْ لَا يَذۡكُرُونَ
Open ayah 37:1337-13 او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي
وَإِذَا رَأَوۡاْ ءَايَةٗ يَسۡتَسۡخِرُونَ
Open ayah 37:1437-14 او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي
وَقَالُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٌ
Open ayah 37:1537-15 او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو
أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ
Open ayah 37:1637-16 ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ
Open ayah 37:1737-17 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟
قُلۡ نَعَمۡ وَأَنتُمۡ دَٰخِرُونَ
Open ayah 37:1837-18 ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ
فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ فَإِذَا هُمۡ يَنظُرُونَ
Open ayah 37:1937-19 پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري
وَقَالُواْ يَٰوَيۡلَنَا هَٰذَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ
Open ayah 37:2037-20 او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده
هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Open ayah 37:2137-21 دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه
۞ٱحۡشُرُواْ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ وَأَزۡوَٰجَهُمۡ وَمَا كَانُواْ يَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:2237-22 (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه
مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهۡدُوهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:2337-23 له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ
وَقِفُوهُمۡۖ إِنَّهُم مَّسۡـُٔولُونَ
Open ayah 37:2437-24 او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي
مَا لَكُمۡ لَا تَنَاصَرُونَ
Open ayah 37:2537-25 په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟
بَلۡ هُمُ ٱلۡيَوۡمَ مُسۡتَسۡلِمُونَ
Open ayah 37:2637-26 بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي
وَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 37:2737-27 او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي
قَالُوٓاْ إِنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَأۡتُونَنَا عَنِ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 37:2837-28 وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ
قَالُواْ بَل لَّمۡ تَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:2937-29 وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيۡكُم مِّن سُلۡطَٰنِۭۖ بَلۡ كُنتُمۡ قَوۡمٗا طَٰغِينَ
Open ayah 37:3037-30 او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ
فَحَقَّ عَلَيۡنَا قَوۡلُ رَبِّنَآۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ
Open ayah 37:3137-31 نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو
فَأَغۡوَيۡنَٰكُمۡ إِنَّا كُنَّا غَٰوِينَ
Open ayah 37:3237-32 نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو
فَإِنَّهُمۡ يَوۡمَئِذٖ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ
Open ayah 37:3337-33 پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ
Open ayah 37:3437-34 بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو
إِنَّهُمۡ كَانُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسۡتَكۡبِرُونَ
Open ayah 37:3537-35 بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۭ
Open ayah 37:3637-36 او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو
بَلۡ جَآءَ بِٱلۡحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:3737-37 (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى
إِنَّكُمۡ لَذَآئِقُواْ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَلِيمِ
Open ayah 37:3837-38 بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ
وَمَا تُجۡزَوۡنَ إِلَّا مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ
Open ayah 37:3937-39 او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:4037-40 لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان
أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ رِزۡقٞ مَّعۡلُومٞ
Open ayah 37:4137-41 دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده
فَوَٰكِهُ وَهُم مُّكۡرَمُونَ
Open ayah 37:4237-42 چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي
فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Open ayah 37:4337-43 د نعمتونو په باغونو كې
عَلَىٰ سُرُرٖ مُّتَقَٰبِلِينَ
Open ayah 37:4437-44 (چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ
يُطَافُ عَلَيۡهِم بِكَأۡسٖ مِّن مَّعِينِۭ
Open ayah 37:4537-45 په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي
بَيۡضَآءَ لَذَّةٖ لِّلشَّٰرِبِينَ
Open ayah 37:4637-46 چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي
لَا فِيهَا غَوۡلٞ وَلَا هُمۡ عَنۡهَا يُنزَفُونَ
Open ayah 37:4737-47 نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي
وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ عِينٞ
Open ayah 37:4837-48 او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي
كَأَنَّهُنَّ بَيۡضٞ مَّكۡنُونٞ
Open ayah 37:4937-49 ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي
فَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 37:5037-50 نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي
قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٞ
Open ayah 37:5137-51 په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و
يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُصَدِّقِينَ
Open ayah 37:5237-52 ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟
أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ
Open ayah 37:5337-53 ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي
قَالَ هَلۡ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ
Open ayah 37:5437-54 وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟
فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِي سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:5537-55 نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني
قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرۡدِينِ
Open ayah 37:5637-56 وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې
وَلَوۡلَا نِعۡمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ
Open ayah 37:5737-57 او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم
أَفَمَا نَحۡنُ بِمَيِّتِينَ
Open ayah 37:5837-58 ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو
إِلَّا مَوۡتَتَنَا ٱلۡأُولَىٰ وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ
Open ayah 37:5937-59 زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ
Open ayah 37:6037-60 بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى
لِمِثۡلِ هَٰذَا فَلۡيَعۡمَلِ ٱلۡعَٰمِلُونَ
Open ayah 37:6137-61 د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي
أَذَٰلِكَ خَيۡرٞ نُّزُلًا أَمۡ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ
Open ayah 37:6237-62 ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه
إِنَّا جَعَلۡنَٰهَا فِتۡنَةٗ لِّلظَّٰلِمِينَ
Open ayah 37:6337-63 بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده
إِنَّهَا شَجَرَةٞ تَخۡرُجُ فِيٓ أَصۡلِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:6437-64 بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي
طَلۡعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَٰطِينِ
Open ayah 37:6537-65 د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي
فَإِنَّهُمۡ لَأٓكِلُونَ مِنۡهَا فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ
Open ayah 37:6637-66 پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي
ثُمَّ إِنَّ لَهُمۡ عَلَيۡهَا لَشَوۡبٗا مِّنۡ حَمِيمٖ
Open ayah 37:6737-67 بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي
ثُمَّ إِنَّ مَرۡجِعَهُمۡ لَإِلَى ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:6837-68 بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي
إِنَّهُمۡ أَلۡفَوۡاْ ءَابَآءَهُمۡ ضَآلِّينَ
Open ayah 37:6937-69 بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي
فَهُمۡ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمۡ يُهۡرَعُونَ
Open ayah 37:7037-70 نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي
وَلَقَدۡ ضَلَّ قَبۡلَهُمۡ أَكۡثَرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:7137-71 او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي
وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ
Open ayah 37:7237-72 او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو
فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُنذَرِينَ
Open ayah 37:7337-73 نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:7437-74 لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)
وَلَقَدۡ نَادَىٰنَا نُوحٞ فَلَنِعۡمَ ٱلۡمُجِيبُونَ
Open ayah 37:7537-75 او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو
وَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 37:7637-76 او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
وَجَعَلۡنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلۡبَاقِينَ
Open ayah 37:7737-77 او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:7837-78 او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله
سَلَٰمٌ عَلَىٰ نُوحٖ فِي ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:7937-79 په عالمونو كې دې په نوح سلام وي
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:8037-80 بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:8137-81 بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و
ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ
Open ayah 37:8237-82 بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل
۞وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبۡرَٰهِيمَ
Open ayah 37:8337-83 او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى
إِذۡ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلۡبٖ سَلِيمٍ
Open ayah 37:8437-84 (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى
إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَاذَا تَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:8537-85 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟
أَئِفۡكًا ءَالِهَةٗ دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ
Open ayah 37:8637-86 ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:8737-87 نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى
فَنَظَرَ نَظۡرَةٗ فِي ٱلنُّجُومِ
Open ayah 37:8837-88 نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر
فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٞ
Open ayah 37:8937-89 نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم
فَتَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ مُدۡبِرِينَ
Open ayah 37:9037-90 نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو
فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمۡ فَقَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ
Open ayah 37:9137-91 نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟
مَا لَكُمۡ لَا تَنطِقُونَ
Open ayah 37:9237-92 په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟
فَرَاغَ عَلَيۡهِمۡ ضَرۡبَۢا بِٱلۡيَمِينِ
Open ayah 37:9337-93 نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و
فَأَقۡبَلُوٓاْ إِلَيۡهِ يَزِفُّونَ
Open ayah 37:9437-94 نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې
قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ
Open ayah 37:9537-95 ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ
Open ayah 37:9637-96‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي
قَالُواْ ٱبۡنُواْ لَهُۥ بُنۡيَٰنٗا فَأَلۡقُوهُ فِي ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:9737-97 دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ
فَأَرَادُواْ بِهِۦ كَيۡدٗا فَجَعَلۡنَٰهُمُ ٱلۡأَسۡفَلِينَ
Open ayah 37:9837-98 نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل
وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهۡدِينِ
Open ayah 37:9937-99 او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي
رَبِّ هَبۡ لِي مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Open ayah 37:10037-100 اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي
فَبَشَّرۡنَٰهُ بِغُلَٰمٍ حَلِيمٖ
Open ayah 37:10137-101 نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعۡيَ قَالَ يَٰبُنَيَّ إِنِّيٓ أَرَىٰ فِي ٱلۡمَنَامِ أَنِّيٓ أَذۡبَحُكَ فَٱنظُرۡ مَاذَا تَرَىٰۚ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُۖ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Open ayah 37:10237-102 نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې
فَلَمَّآ أَسۡلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلۡجَبِينِ
Open ayah 37:10337-103 نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه
وَنَٰدَيۡنَٰهُ أَن يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ
Open ayah 37:10437-104 او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه
قَدۡ صَدَّقۡتَ ٱلرُّءۡيَآۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:10537-105 یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡبَلَٰٓؤُاْ ٱلۡمُبِينُ
Open ayah 37:10637-106 بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و
وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٖ
Open ayah 37:10737-107 او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:10837-108 او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ
Open ayah 37:10937-109 دا چې سلام دې وي په ابراهیم
كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:11037-110 نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:11137-111 بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
وَبَشَّرۡنَٰهُ بِإِسۡحَٰقَ نَبِيّٗا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Open ayah 37:11237-112 او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه
وَبَٰرَكۡنَا عَلَيۡهِ وَعَلَىٰٓ إِسۡحَٰقَۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحۡسِنٞ وَظَالِمٞ لِّنَفۡسِهِۦ مُبِينٞ
Open ayah 37:11337-113 او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى
وَلَقَدۡ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Open ayah 37:11437-114 او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ
وَنَجَّيۡنَٰهُمَا وَقَوۡمَهُمَا مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 37:11537-115 او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
وَنَصَرۡنَٰهُمۡ فَكَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ
Open ayah 37:11637-116 او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول
وَءَاتَيۡنَٰهُمَا ٱلۡكِتَٰبَ ٱلۡمُسۡتَبِينَ
Open ayah 37:11737-117 او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و
وَهَدَيۡنَٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ
Open ayah 37:11837-118 او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِمَا فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:11937-119 او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده
سَلَٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Open ayah 37:12037-120 دا چې سلام دي وي په موسي او هارون
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:12137-121 بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
إِنَّهُمَا مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:12237-122 بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي
وَإِنَّ إِلۡيَاسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:12337-123 او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى
إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ
Open ayah 37:12437-124 (یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ!
أَتَدۡعُونَ بَعۡلٗا وَتَذَرُونَ أَحۡسَنَ ٱلۡخَٰلِقِينَ
Open ayah 37:12537-125 ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ
ٱللَّهَ رَبَّكُمۡ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:12637-126 چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ
Open ayah 37:12737-127 نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:12837-128 د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:12937-129 او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِلۡ يَاسِينَ
Open ayah 37:13037-130 چې په الیاسین دې سلام وي
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:13137-131 بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:13237-132 بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
وَإِنَّ لُوطٗا لَّمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:13337-133 او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى
إِذۡ نَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ
Open ayah 37:13437-134 (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ
إِلَّا عَجُوزٗا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ
Open ayah 37:13537-135 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ
Open ayah 37:13637-136 بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل
وَإِنَّكُمۡ لَتَمُرُّونَ عَلَيۡهِم مُّصۡبِحِينَ
Open ayah 37:13737-137 او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ
وَبِٱلَّيۡلِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ
Open ayah 37:13837-138 او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:13937-139 او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى
إِذۡ أَبَقَ إِلَى ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ
Open ayah 37:14037-140 (یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُدۡحَضِينَ
Open ayah 37:14137-141 نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې
فَٱلۡتَقَمَهُ ٱلۡحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٞ
Open ayah 37:14237-142 نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و
فَلَوۡلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُسَبِّحِينَ
Open ayah 37:14337-143 نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و
لَلَبِثَ فِي بَطۡنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ
Open ayah 37:14437-144 (نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي
۞فَنَبَذۡنَٰهُ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٞ
Open ayah 37:14537-145 نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و
وَأَنۢبَتۡنَا عَلَيۡهِ شَجَرَةٗ مِّن يَقۡطِينٖ
Open ayah 37:14637-146 او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه
وَأَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ مِاْئَةِ أَلۡفٍ أَوۡ يَزِيدُونَ
Open ayah 37:14737-147 او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو
فَـَٔامَنُواْ فَمَتَّعۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ حِينٖ
Open ayah 37:14837-148 نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه
فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَلِرَبِّكَ ٱلۡبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلۡبَنُونَ
Open ayah 37:14937-149 نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟
أَمۡ خَلَقۡنَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ إِنَٰثٗا وَهُمۡ شَٰهِدُونَ
Open ayah 37:15037-150 یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو
أَلَآ إِنَّهُم مِّنۡ إِفۡكِهِمۡ لَيَقُولُونَ
Open ayah 37:15137-151 خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي
وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ
Open ayah 37:15237-152 الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
أَصۡطَفَى ٱلۡبَنَاتِ عَلَى ٱلۡبَنِينَ
Open ayah 37:15337-153 ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې
مَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ
Open ayah 37:15437-154 په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Open ayah 37:15537-155 ایا تاسو نصیحت نه اخلئ
أَمۡ لَكُمۡ سُلۡطَٰنٞ مُّبِينٞ
Open ayah 37:15637-156 ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟
فَأۡتُواْ بِكِتَٰبِكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
Open ayah 37:15737-157 نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
وَجَعَلُواْ بَيۡنَهُۥ وَبَيۡنَ ٱلۡجِنَّةِ نَسَبٗاۚ وَلَقَدۡ عَلِمَتِ ٱلۡجِنَّةُ إِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ
Open ayah 37:15837-158 او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب ( د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي
سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
Open ayah 37:15937-159 الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:16037-160 لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)
فَإِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:16137-161 پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
مَآ أَنتُمۡ عَلَيۡهِ بِفَٰتِنِينَ
Open ayah 37:16237-162 نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)
إِلَّا مَنۡ هُوَ صَالِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:16337-163 غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى
وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٞ مَّعۡلُومٞ
Open ayah 37:16437-164 او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى
وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلصَّآفُّونَ
Open ayah 37:16537-165 او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو
وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡمُسَبِّحُونَ
Open ayah 37:16637-166 او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو
وَإِن كَانُواْ لَيَقُولُونَ
Open ayah 37:16737-167 او بېشكه چې خامخا دوى به ویل
لَوۡ أَنَّ عِندَنَا ذِكۡرٗا مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:16837-168 كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى
لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:16937-169 (نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو
فَكَفَرُواْ بِهِۦۖ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ
Open ayah 37:17037-170 نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي
وَلَقَدۡ سَبَقَتۡ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:17137-171 او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده
إِنَّهُمۡ لَهُمُ ٱلۡمَنصُورُونَ
Open ayah 37:17237-172 چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ
Open ayah 37:17337-173 او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي
فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ
Open ayah 37:17437-174 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې
وَأَبۡصِرۡهُمۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ
Open ayah 37:17537-175 او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني
أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ
Open ayah 37:17637-176 ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمۡ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلۡمُنذَرِينَ
Open ayah 37:17737-177 نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي
وَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ
Open ayah 37:17837-178 او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې
وَأَبۡصِرۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ
Open ayah 37:17937-179 او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني
سُبۡحَٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلۡعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
Open ayah 37:18037-180 ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي
وَسَلَٰمٌ عَلَى ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:18137-181 او سلام دې وي په رسولانو باندې
وَٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:18237-182 او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى