الصافات
As-Saaffaat
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفّٗا
Open ayah 37:1قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.
فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرٗا
Open ayah 37:2بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.
فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا
Open ayah 37:3بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.
إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٞ
Open ayah 37:4چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.
رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ
Open ayah 37:5د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.
إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِزِينَةٍ ٱلۡكَوَاكِبِ
Open ayah 37:6يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.
وَحِفۡظٗا مِّن كُلِّ شَيۡطَٰنٖ مَّارِدٖ
Open ayah 37:7او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلۡمَلَإِ ٱلۡأَعۡلَىٰ وَيُقۡذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٖ
Open ayah 37:8پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.
دُحُورٗاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ وَاصِبٌ
Open ayah 37:9رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.
إِلَّا مَنۡ خَطِفَ ٱلۡخَطۡفَةَ فَأَتۡبَعَهُۥ شِهَابٞ ثَاقِبٞ
Open ayah 37:10پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.
فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَهُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَم مَّنۡ خَلَقۡنَآۚ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّن طِينٖ لَّازِبِۭ
Open ayah 37:11نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.
بَلۡ عَجِبۡتَ وَيَسۡخَرُونَ
Open ayah 37:12بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.
وَإِذَا ذُكِّرُواْ لَا يَذۡكُرُونَ
Open ayah 37:13او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.
وَإِذَا رَأَوۡاْ ءَايَةٗ يَسۡتَسۡخِرُونَ
Open ayah 37:14او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.
وَقَالُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٌ
Open ayah 37:15او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.
أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ
Open ayah 37:16اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ
Open ayah 37:17او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟
قُلۡ نَعَمۡ وَأَنتُمۡ دَٰخِرُونَ
Open ayah 37:18ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.
فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ فَإِذَا هُمۡ يَنظُرُونَ
Open ayah 37:19یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).
وَقَالُواْ يَٰوَيۡلَنَا هَٰذَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ
Open ayah 37:20او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.
هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Open ayah 37:21(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.
۞ٱحۡشُرُواْ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ وَأَزۡوَٰجَهُمۡ وَمَا كَانُواْ يَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:22راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.
مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهۡدُوهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:23له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.
وَقِفُوهُمۡۖ إِنَّهُم مَّسۡـُٔولُونَ
Open ayah 37:24او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.
مَا لَكُمۡ لَا تَنَاصَرُونَ
Open ayah 37:25په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟
بَلۡ هُمُ ٱلۡيَوۡمَ مُسۡتَسۡلِمُونَ
Open ayah 37:26بلكې هغوى نن تسليم شوي دى. .
وَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 37:27او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي.
قَالُوٓاْ إِنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَأۡتُونَنَا عَنِ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 37:28وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ.
قَالُواْ بَل لَّمۡ تَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:29(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ.
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيۡكُم مِّن سُلۡطَٰنِۭۖ بَلۡ كُنتُمۡ قَوۡمٗا طَٰغِينَ
Open ayah 37:30او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ.
فَحَقَّ عَلَيۡنَا قَوۡلُ رَبِّنَآۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ
Open ayah 37:31نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو.
فَأَغۡوَيۡنَٰكُمۡ إِنَّا كُنَّا غَٰوِينَ
Open ayah 37:32نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ.
فَإِنَّهُمۡ يَوۡمَئِذٖ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ
Open ayah 37:33نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي.
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ
Open ayah 37:34موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو.
إِنَّهُمۡ كَانُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسۡتَكۡبِرُونَ
Open ayah 37:35هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله.
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۭ
Open ayah 37:36او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟
بَلۡ جَآءَ بِٱلۡحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:37بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى.
إِنَّكُمۡ لَذَآئِقُواْ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَلِيمِ
Open ayah 37:38(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست.
وَمَا تُجۡزَوۡنَ إِلَّا مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ
Open ayah 37:39او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي.
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:40پرته د الله له سوچه بندګانو.
أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ رِزۡقٞ مَّعۡلُومٞ
Open ayah 37:41د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده.
فَوَٰكِهُ وَهُم مُّكۡرَمُونَ
Open ayah 37:42يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي.
فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Open ayah 37:43نعمت والا جنتونو كې.
عَلَىٰ سُرُرٖ مُّتَقَٰبِلِينَ
Open ayah 37:44په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي.
يُطَافُ عَلَيۡهِم بِكَأۡسٖ مِّن مَّعِينِۭ
Open ayah 37:45د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي.
بَيۡضَآءَ لَذَّةٖ لِّلشَّٰرِبِينَ
Open ayah 37:46تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور.
لَا فِيهَا غَوۡلٞ وَلَا هُمۡ عَنۡهَا يُنزَفُونَ
Open ayah 37:47نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي.
وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ عِينٞ
Open ayah 37:48او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي.
كَأَنَّهُنَّ بَيۡضٞ مَّكۡنُونٞ
Open ayah 37:49لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي.
فَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 37:50نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي.
قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٞ
Open ayah 37:51په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ.
يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُصَدِّقِينَ
Open ayah 37:52هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟
أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ
Open ayah 37:53اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟
قَالَ هَلۡ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ
Open ayah 37:54(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟
فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِي سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:55نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.
قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرۡدِينِ
Open ayah 37:56وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.
وَلَوۡلَا نِعۡمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ
Open ayah 37:57او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.
أَفَمَا نَحۡنُ بِمَيِّتِينَ
Open ayah 37:58(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟
إِلَّا مَوۡتَتَنَا ٱلۡأُولَىٰ وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ
Open ayah 37:59پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ
Open ayah 37:60(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.
لِمِثۡلِ هَٰذَا فَلۡيَعۡمَلِ ٱلۡعَٰمِلُونَ
Open ayah 37:61د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.
أَذَٰلِكَ خَيۡرٞ نُّزُلًا أَمۡ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ
Open ayah 37:62اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟
إِنَّا جَعَلۡنَٰهَا فِتۡنَةٗ لِّلظَّٰلِمِينَ
Open ayah 37:63موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.
إِنَّهَا شَجَرَةٞ تَخۡرُجُ فِيٓ أَصۡلِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:64هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.
طَلۡعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَٰطِينِ
Open ayah 37:65د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.
فَإِنَّهُمۡ لَأٓكِلُونَ مِنۡهَا فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ
Open ayah 37:66نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.
ثُمَّ إِنَّ لَهُمۡ عَلَيۡهَا لَشَوۡبٗا مِّنۡ حَمِيمٖ
Open ayah 37:67بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.
ثُمَّ إِنَّ مَرۡجِعَهُمۡ لَإِلَى ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:68بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.
إِنَّهُمۡ أَلۡفَوۡاْ ءَابَآءَهُمۡ ضَآلِّينَ
Open ayah 37:69بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.
فَهُمۡ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمۡ يُهۡرَعُونَ
Open ayah 37:70نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.
وَلَقَدۡ ضَلَّ قَبۡلَهُمۡ أَكۡثَرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:71او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.
وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ
Open ayah 37:72او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.
فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُنذَرِينَ
Open ayah 37:73نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:74مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.
وَلَقَدۡ نَادَىٰنَا نُوحٞ فَلَنِعۡمَ ٱلۡمُجِيبُونَ
Open ayah 37:75او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.
وَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 37:76او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.
وَجَعَلۡنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلۡبَاقِينَ
Open ayah 37:77او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:78او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.
سَلَٰمٌ عَلَىٰ نُوحٖ فِي ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:79په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:80نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:81هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ
Open ayah 37:82بيا مو هغه نور غرق كړل.
۞وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبۡرَٰهِيمَ
Open ayah 37:83او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.
إِذۡ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلۡبٖ سَلِيمٍ
Open ayah 37:84كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.
إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَاذَا تَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:85كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟
أَئِفۡكًا ءَالِهَةٗ دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ
Open ayah 37:86اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:87نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.
فَنَظَرَ نَظۡرَةٗ فِي ٱلنُّجُومِ
Open ayah 37:88بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.
فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٞ
Open ayah 37:89وېلې: زه خو ناروغ يم.
فَتَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ مُدۡبِرِينَ
Open ayah 37:90نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.
فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمۡ فَقَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ
Open ayah 37:91نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟
مَا لَكُمۡ لَا تَنطِقُونَ
Open ayah 37:92څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟
فَرَاغَ عَلَيۡهِمۡ ضَرۡبَۢا بِٱلۡيَمِينِ
Open ayah 37:93نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.
فَأَقۡبَلُوٓاْ إِلَيۡهِ يَزِفُّونَ
Open ayah 37:94نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.
قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ
Open ayah 37:95وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ
Open ayah 37:96حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.
قَالُواْ ٱبۡنُواْ لَهُۥ بُنۡيَٰنٗا فَأَلۡقُوهُ فِي ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:97هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.
فَأَرَادُواْ بِهِۦ كَيۡدٗا فَجَعَلۡنَٰهُمُ ٱلۡأَسۡفَلِينَ
Open ayah 37:98خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.
وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهۡدِينِ
Open ayah 37:99او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.
رَبِّ هَبۡ لِي مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Open ayah 37:100زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.
فَبَشَّرۡنَٰهُ بِغُلَٰمٍ حَلِيمٖ
Open ayah 37:101نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعۡيَ قَالَ يَٰبُنَيَّ إِنِّيٓ أَرَىٰ فِي ٱلۡمَنَامِ أَنِّيٓ أَذۡبَحُكَ فَٱنظُرۡ مَاذَا تَرَىٰۚ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُۖ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Open ayah 37:102بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.
فَلَمَّآ أَسۡلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلۡجَبِينِ
Open ayah 37:103نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.
وَنَٰدَيۡنَٰهُ أَن يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ
Open ayah 37:104نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!
قَدۡ صَدَّقۡتَ ٱلرُّءۡيَآۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:105دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡبَلَٰٓؤُاْ ٱلۡمُبِينُ
Open ayah 37:106بېشكه دا يو څرګند ازميښت و.
وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٖ
Open ayah 37:107او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:108او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ
Open ayah 37:109په ابراهيم دې سلام وي.
كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:110نېكانو ته همداسې بدله وركوو.
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:111هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
وَبَشَّرۡنَٰهُ بِإِسۡحَٰقَ نَبِيّٗا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Open ayah 37:112او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.
وَبَٰرَكۡنَا عَلَيۡهِ وَعَلَىٰٓ إِسۡحَٰقَۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحۡسِنٞ وَظَالِمٞ لِّنَفۡسِهِۦ مُبِينٞ
Open ayah 37:113او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.
وَلَقَدۡ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Open ayah 37:114او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.
وَنَجَّيۡنَٰهُمَا وَقَوۡمَهُمَا مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 37:115هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.
وَنَصَرۡنَٰهُمۡ فَكَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ
Open ayah 37:116او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.
وَءَاتَيۡنَٰهُمَا ٱلۡكِتَٰبَ ٱلۡمُسۡتَبِينَ
Open ayah 37:117او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.
وَهَدَيۡنَٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ
Open ayah 37:118او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِمَا فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:119او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.
سَلَٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Open ayah 37:120(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:121نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
إِنَّهُمَا مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:122پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.
وَإِنَّ إِلۡيَاسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:123او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.
إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ
Open ayah 37:124كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟
أَتَدۡعُونَ بَعۡلٗا وَتَذَرُونَ أَحۡسَنَ ٱلۡخَٰلِقِينَ
Open ayah 37:125اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟
ٱللَّهَ رَبَّكُمۡ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:126يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ
Open ayah 37:127خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي. .
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:128پرته د الله له سوچه بندګانو.
وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 37:129او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِلۡ يَاسِينَ
Open ayah 37:130په الياسين دې سلام وي.
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 37:131نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
Open ayah 37:132هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
وَإِنَّ لُوطٗا لَّمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:133او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.
إِذۡ نَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ
Open ayah 37:134كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.
إِلَّا عَجُوزٗا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ
Open ayah 37:135پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.
ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ
Open ayah 37:136بيا مو نور تباه كړل.
وَإِنَّكُمۡ لَتَمُرُّونَ عَلَيۡهِم مُّصۡبِحِينَ
Open ayah 37:137او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.
وَبِٱلَّيۡلِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ
Open ayah 37:138او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:139او بېشكه يونس له رسولانو څخه و.
إِذۡ أَبَقَ إِلَى ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ
Open ayah 37:140كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُدۡحَضِينَ
Open ayah 37:141بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.
فَٱلۡتَقَمَهُ ٱلۡحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٞ
Open ayah 37:142بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.
فَلَوۡلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُسَبِّحِينَ
Open ayah 37:143نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.
لَلَبِثَ فِي بَطۡنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ
Open ayah 37:144خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.
۞فَنَبَذۡنَٰهُ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٞ
Open ayah 37:145بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.
وَأَنۢبَتۡنَا عَلَيۡهِ شَجَرَةٗ مِّن يَقۡطِينٖ
Open ayah 37:146او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.
وَأَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ مِاْئَةِ أَلۡفٍ أَوۡ يَزِيدُونَ
Open ayah 37:147هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.
فَـَٔامَنُواْ فَمَتَّعۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ حِينٖ
Open ayah 37:148نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.
فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَلِرَبِّكَ ٱلۡبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلۡبَنُونَ
Open ayah 37:149نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟
أَمۡ خَلَقۡنَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ إِنَٰثٗا وَهُمۡ شَٰهِدُونَ
Open ayah 37:150(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.
أَلَآ إِنَّهُم مِّنۡ إِفۡكِهِمۡ لَيَقُولُونَ
Open ayah 37:151خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.
وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ
Open ayah 37:152چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.
أَصۡطَفَى ٱلۡبَنَاتِ عَلَى ٱلۡبَنِينَ
Open ayah 37:153اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.
مَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ
Open ayah 37:154په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Open ayah 37:155اّيا نو پند نه اخلئ؟
أَمۡ لَكُمۡ سُلۡطَٰنٞ مُّبِينٞ
Open ayah 37:156ايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟
فَأۡتُواْ بِكِتَٰبِكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
Open ayah 37:157كه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ!
وَجَعَلُواْ بَيۡنَهُۥ وَبَيۡنَ ٱلۡجِنَّةِ نَسَبٗاۚ وَلَقَدۡ عَلِمَتِ ٱلۡجِنَّةُ إِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ
Open ayah 37:158او دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې.
سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
Open ayah 37:159الله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:160پرته د الله له سوچه بندګانو.
فَإِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ
Open ayah 37:161نو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ.
مَآ أَنتُمۡ عَلَيۡهِ بِفَٰتِنِينَ
Open ayah 37:162په دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست.
إِلَّا مَنۡ هُوَ صَالِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 37:163پرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى.
وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٞ مَّعۡلُومٞ
Open ayah 37:164او (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي.
وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلصَّآفُّونَ
Open ayah 37:165او بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو.
وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡمُسَبِّحُونَ
Open ayah 37:166او بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو.
وَإِن كَانُواْ لَيَقُولُونَ
Open ayah 37:167او بېشكه دوى (كافرانو) به ويل.
لَوۡ أَنَّ عِندَنَا ذِكۡرٗا مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 37:168چې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى.
لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ
Open ayah 37:169نو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو.
فَكَفَرُواْ بِهِۦۖ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ
Open ayah 37:170خو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي.
وَلَقَدۡ سَبَقَتۡ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:171او بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه.
إِنَّهُمۡ لَهُمُ ٱلۡمَنصُورُونَ
Open ayah 37:172چې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي.
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ
Open ayah 37:173او یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي.
فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ
Open ayah 37:174نو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه.
وَأَبۡصِرۡهُمۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ
Open ayah 37:175او هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري.
أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ
Open ayah 37:176نو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمۡ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلۡمُنذَرِينَ
Open ayah 37:177خو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي.
وَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٖ
Open ayah 37:178او تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه.
وَأَبۡصِرۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ
Open ayah 37:179او ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني.
سُبۡحَٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلۡعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
Open ayah 37:180ستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي.
وَسَلَٰمٌ عَلَى ٱلۡمُرۡسَلِينَ
Open ayah 37:181او سلام دى پراستول شوو (رسولانو).
وَٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 37:182او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده.