الإسراء
Al-Israa
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ
Open ayah 17:1پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
وَءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدٗى لِّبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُواْ مِن دُونِي وَكِيلٗا
Open ayah 17:2موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ.
ذُرِّيَّةَ مَنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٍۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدٗا شَكُورٗا
Open ayah 17:3تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و.
وَقَضَيۡنَآ إِلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ فِي ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَيۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوّٗا كَبِيرٗا
Open ayah 17:4او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ.
فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ أُولَىٰهُمَا بَعَثۡنَا عَلَيۡكُمۡ عِبَادٗا لَّنَآ أُوْلِي بَأۡسٖ شَدِيدٖ فَجَاسُواْ خِلَٰلَ ٱلدِّيَارِۚ وَكَانَ وَعۡدٗا مَّفۡعُولٗا
Open ayah 17:5نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.
ثُمَّ رَدَدۡنَا لَكُمُ ٱلۡكَرَّةَ عَلَيۡهِمۡ وَأَمۡدَدۡنَٰكُم بِأَمۡوَٰلٖ وَبَنِينَ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ أَكۡثَرَ نَفِيرًا
Open ayah 17:6له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع دركړه او له تاسو سره مو د مال او اولاد په دركولو مرسته وكړه او ستاسي شمير مو هم ډېر زيات كړ.
إِنۡ أَحۡسَنتُمۡ أَحۡسَنتُمۡ لِأَنفُسِكُمۡۖ وَإِنۡ أَسَأۡتُمۡ فَلَهَاۚ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ ٱلۡأٓخِرَةِ لِيَسُـُٔواْ وُجُوهَكُمۡ وَلِيَدۡخُلُواْ ٱلۡمَسۡجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٖ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوۡاْ تَتۡبِيرًا
Open ayah 17:7(ګورئ!) كه تاسو ښېګڼه وكړه نو هم خپلو ځانو سره مو وكړه، او كه بدى مو وكړه نو هم خپل ځان سره، نو كله چې وروستۍ (دويمه) نېټه راغله (بيا مو دښمن برلاسى كړ) چې ستاسو مخونه در بدرنګ كړي او مسجد (بيت المقدس) ته هماغسې ننوځي لكه چې اول ځل ورننوتلي وو او پر څه چې برلاسي شي هغه تبا كړي، په پوره تبا کولو سره.
عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يَرۡحَمَكُمۡۚ وَإِنۡ عُدتُّمۡ عُدۡنَاۚ وَجَعَلۡنَا جَهَنَّمَ لِلۡكَٰفِرِينَ حَصِيرًا
Open ayah 17:8ښايي رب مو اوس رحم درباندې وكړي او كه بېرته (فساد ته) وګرځېدئ موږ به هم (ستاسو عذاب ته) در وګرځو او كافرانو ته مو جهنم بندي خانه ګرځولې ده.
إِنَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ يَهۡدِي لِلَّتِي هِيَ أَقۡوَمُ وَيُبَشِّرُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ أَجۡرٗا كَبِيرٗا
Open ayah 17:9يقيناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه سيده ده، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بې شكه د دوى لپاره لويه بدله ده.
وَأَنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ أَعۡتَدۡنَا لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا
Open ayah 17:10او دا چې كوم خلک په آخرت باور نه كوي هغوی ته مو دردناک عذاب چمتو كړيدى.
وَيَدۡعُ ٱلۡإِنسَٰنُ بِٱلشَّرِّ دُعَآءَهُۥ بِٱلۡخَيۡرِۖ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ عَجُولٗا
Open ayah 17:11انسان په هغه شان بدي غواړي څرنګه چې د خير غوښتل یې دي، انسان ډېر تلوار كوونكى دى.
وَجَعَلۡنَا ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ ءَايَتَيۡنِۖ فَمَحَوۡنَآ ءَايَةَ ٱلَّيۡلِ وَجَعَلۡنَآ ءَايَةَ ٱلنَّهَارِ مُبۡصِرَةٗ لِّتَبۡتَغُواْ فَضۡلٗا مِّن رَّبِّكُمۡ وَلِتَعۡلَمُواْ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلۡحِسَابَۚ وَكُلَّ شَيۡءٖ فَصَّلۡنَٰهُ تَفۡصِيلٗا
Open ayah 17:12(ګورئ!) شپه او ورځ مو دوه نښانې ګرځولې دي، د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځې نښانه مو روښانه كړه، تر څو تاسي د خپل رب فضل ولټولى شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم كړاى شئ، په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل كړيدی.
وَكُلَّ إِنسَٰنٍ أَلۡزَمۡنَٰهُ طَٰٓئِرَهُۥ فِي عُنُقِهِۦۖ وَنُخۡرِجُ لَهُۥ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ كِتَٰبٗا يَلۡقَىٰهُ مَنشُورًا
Open ayah 17:13او د هر انسان بخت (تالې) مو خپله د هغه په غاړه كې زوړندې كړې دي او د قيامت په ورځ خو به هغه ته يو ليک راوباسو چې (تيار) پرانيستى به يې ومومي.
ٱقۡرَأۡ كِتَٰبَكَ كَفَىٰ بِنَفۡسِكَ ٱلۡيَوۡمَ عَلَيۡكَ حَسِيبٗا
Open ayah 17:14(ورته به وویل شي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلې محاسبې لپاره ته په خپله كافي يې.
مَّنِ ٱهۡتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهۡتَدِي لِنَفۡسِهِۦۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيۡهَاۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٞ وِزۡرَ أُخۡرَىٰۗ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّىٰ نَبۡعَثَ رَسُولٗا
Open ayah 17:15څوک چى سمه لاره ونيسي نو هغه په نېغه لار سميږي صرف د ځان لپاره او څوک چې بې لارې شو نو هم د خپل ځان پر ضرر بې لارى شو، او هېڅ پېټى وړونكى به د بل پېټى وانخلي، او موږ هم تر هغو څوک نه عذابوو چې كوم رسول مو نه وي ورلېږلى.
وَإِذَآ أَرَدۡنَآ أَن نُّهۡلِكَ قَرۡيَةً أَمَرۡنَا مُتۡرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيۡهَا ٱلۡقَوۡلُ فَدَمَّرۡنَٰهَا تَدۡمِيرٗا
Open ayah 17:16او كله چې غواړو كوم كلى تباه كړو نو بډايانو ته يې امر كوو نو بيا هغوى پكې سرغړونې پيل كړي نو خبره پرې ثابته شي بيا يې سم (بشپړ) تباه كړو.
وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِنَ ٱلۡقُرُونِ مِنۢ بَعۡدِ نُوحٖۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرَۢا بَصِيرٗا
Open ayah 17:17او له نوح (علیه السلام) وروسته مو څومره نسلونه تباه كړي دى؟ او يوازې ستا رب د خپلو بندګانو په ګناهونو د باخبره ليدونكي په توګه بس دى.
مَّن كَانَ يُرِيدُ ٱلۡعَاجِلَةَ عَجَّلۡنَا لَهُۥ فِيهَا مَا نَشَآءُ لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلۡنَا لَهُۥ جَهَنَّمَ يَصۡلَىٰهَا مَذۡمُومٗا مَّدۡحُورٗا
Open ayah 17:18څوک چې د سملاسې ګټې غوښتنه كوي نو چاته چې د څه وركول وغواړو (په دې دنیا يې) زر وركوو، بيا جهنم ورته (برخه) ګرځوو، چې رټلى ديكه شوى به ورننوځي.
وَمَنۡ أَرَادَ ٱلۡأٓخِرَةَ وَسَعَىٰ لَهَا سَعۡيَهَا وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ كَانَ سَعۡيُهُم مَّشۡكُورٗا
Open ayah 17:19او چا چې آخرت وغوښت او د هغه لپاره يې هڅه وكړه، مناسبه هڅه، او دى مومن هم وي نو د داسې خلكو هڅه په مننې سره منل شوې ده.
كُلّٗا نُّمِدُّ هَٰٓؤُلَآءِ وَهَٰٓؤُلَآءِ مِنۡ عَطَآءِ رَبِّكَۚ وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحۡظُورًا
Open ayah 17:20هرې ډلې سره مرسته كوو، دغې سره هم او هغې سره هم، ستا د رب له وركړې نه، او ستا د رب وركړې لره مخه نيول كېده نشته.
ٱنظُرۡ كَيۡفَ فَضَّلۡنَا بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ وَلَلۡأٓخِرَةُ أَكۡبَرُ دَرَجَٰتٖ وَأَكۡبَرُ تَفۡضِيلٗا
Open ayah 17:21ګوره څنګه مو (په دنيا كې) ځينو ته پر ځينو فضيلت وركړى، او آخرت خو خامخا په درجو كې هم ډېر لوى دى او هم په غوره والي كې.
لَّا تَجۡعَلۡ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتَقۡعُدَ مَذۡمُومٗا مَّخۡذُولٗا
Open ayah 17:22الله سره بل معبود شريک مه نيسه، كنه بيا به كېنې پړ او بې ملاتړه.
۞وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنًاۚ إِمَّا يَبۡلُغَنَّ عِندَكَ ٱلۡكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوۡ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفّٖ وَلَا تَنۡهَرۡهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوۡلٗا كَرِيمٗا
Open ayah 17:23او ستا رب حكم كړى دى چې له هغه پرته بل څوک مه لمانځئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ، كه تا سره يو له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نو هغوئ ته اُف قدرې هم مه وايه، رټه يې مه او هغوى سره په درناوى خبرې كوه.
وَٱخۡفِضۡ لَهُمَا جَنَاحَ ٱلذُّلِّ مِنَ ٱلرَّحۡمَةِ وَقُل رَّبِّ ٱرۡحَمۡهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرٗا
Open ayah 17:24او په رحمت سره هغوى دواړو ته مات غاړى اوسه او داسې وايه چې اى زما ربه، پر دواړو داسې رحم وكړې لكه زه يې چې وړوكى روزلى يم.
رَّبُّكُمۡ أَعۡلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمۡۚ إِن تَكُونُواْ صَٰلِحِينَ فَإِنَّهُۥ كَانَ لِلۡأَوَّٰبِينَ غَفُورٗا
Open ayah 17:25ستاسي رب په هغه څه ډېر ښه پوه دى چې په زړونو كې مو دي، كه تاسو صالحان اوسئ نو بې شكه هغه توبه كوونكو لپاره بخښونكى دى.
وَءَاتِ ذَا ٱلۡقُرۡبَىٰ حَقَّهُۥ وَٱلۡمِسۡكِينَ وَٱبۡنَ ٱلسَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرۡ تَبۡذِيرًا
Open ayah 17:26او خپلوانو ته يې حق وركوه، او مسكين او لاروي ته هم، او بې ځايه لګښتونه مه كوه.
إِنَّ ٱلۡمُبَذِّرِينَ كَانُوٓاْ إِخۡوَٰنَ ٱلشَّيَٰطِينِۖ وَكَانَ ٱلشَّيۡطَٰنُ لِرَبِّهِۦ كَفُورٗا
Open ayah 17:27يقيناً بې ځايه لګښت كوونكي د شيطانانو ورونه دي، او شيطان خو د خپل رب ناشكره دى.
وَإِمَّا تُعۡرِضَنَّ عَنۡهُمُ ٱبۡتِغَآءَ رَحۡمَةٖ مِّن رَّبِّكَ تَرۡجُوهَا فَقُل لَّهُمۡ قَوۡلٗا مَّيۡسُورٗا
Open ayah 17:28او كه تا له هغو نه څنګ كولو د خپل رب د رحمت د لټون په هيله، نو بيا هغوى ته پسته نرمه خبره وكړه.
وَلَا تَجۡعَلۡ يَدَكَ مَغۡلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبۡسُطۡهَا كُلَّ ٱلۡبَسۡطِ فَتَقۡعُدَ مَلُومٗا مَّحۡسُورًا
Open ayah 17:29او خپل لاس دې مه تر غاړې تړلى نيسه او مه يې داسې بشپړ پرانيستى چې بيا پړ او پښېمانه كېنې.
إِنَّ رَبَّكَ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقۡدِرُۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرَۢا بَصِيرٗا
Open ayah 17:30بې شكه ستا رب چاته چې وغواړي روزى پراخوي او (يا يې) تنګوي، هغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُمۡ خَشۡيَةَ إِمۡلَٰقٖۖ نَّحۡنُ نَرۡزُقُهُمۡ وَإِيَّاكُمۡۚ إِنَّ قَتۡلَهُمۡ كَانَ خِطۡـٔٗا كَبِيرٗا
Open ayah 17:31او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده.
وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلزِّنَىٰٓۖ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةٗ وَسَآءَ سَبِيلٗا
Open ayah 17:32او زنا ته مه نږدې كېږئ هغه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده.
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِي حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّۗ وَمَن قُتِلَ مَظۡلُومٗا فَقَدۡ جَعَلۡنَا لِوَلِيِّهِۦ سُلۡطَٰنٗا فَلَا يُسۡرِف فِّي ٱلۡقَتۡلِۖ إِنَّهُۥ كَانَ مَنصُورٗا
Open ayah 17:33او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه، او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شو نو یقیناً موږ يې وارث ته (د بدل اخيستلو) ځواک وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بې شكه هغه سره مرسته شوې ده.
وَلَا تَقۡرَبُواْ مَالَ ٱلۡيَتِيمِ إِلَّا بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ أَشُدَّهُۥۚ وَأَوۡفُواْ بِٱلۡعَهۡدِۖ إِنَّ ٱلۡعَهۡدَ كَانَ مَسۡـُٔولٗا
Open ayah 17:34او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ مګر په هغه توګه چې ډېره ښه وي، تر هغو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږي او په ژمنه وفا كوئ، د ژمنې په هكله يقيناً پوښتنه كېدونكې ده.
وَأَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ إِذَا كِلۡتُمۡ وَزِنُواْ بِٱلۡقِسۡطَاسِ ٱلۡمُسۡتَقِيمِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلٗا
Open ayah 17:35او چې پيمانه كوئ نو پوره يې وركوئ او په سمه تله تول كوئ، دا ښه او په انجام كې ډېره غوره (طريقه) ده.
وَلَا تَقۡفُ مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٌۚ إِنَّ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡبَصَرَ وَٱلۡفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَٰٓئِكَ كَانَ عَنۡهُ مَسۡـُٔولٗا
Open ayah 17:36او په هغه څه پسې مه كېږه چې تاته يې پوهه نه وي، غوږ، سترګې او زړه دا ټول پوښتېدونكي دي.
وَلَا تَمۡشِ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَحًاۖ إِنَّكَ لَن تَخۡرِقَ ٱلۡأَرۡضَ وَلَن تَبۡلُغَ ٱلۡجِبَالَ طُولٗا
Open ayah 17:37او د لويي په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي غرونو ته رسېدلى شې.
كُلُّ ذَٰلِكَ كَانَ سَيِّئُهُۥ عِندَ رَبِّكَ مَكۡرُوهٗا
Open ayah 17:38د دې ټولو چارو بدي ستا د رب په وړاندې ناخوښه ده.
ذَٰلِكَ مِمَّآ أَوۡحَىٰٓ إِلَيۡكَ رَبُّكَ مِنَ ٱلۡحِكۡمَةِۗ وَلَا تَجۡعَلۡ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتُلۡقَىٰ فِي جَهَنَّمَ مَلُومٗا مَّدۡحُورًا
Open ayah 17:39دا هغه د حكمت خبرې دي چې خپل رب دې تاته وحى كړې دي، او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ټېله شوى غورځول كېږې.
أَفَأَصۡفَىٰكُمۡ رَبُّكُم بِٱلۡبَنِينَ وَٱتَّخَذَ مِنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ إِنَٰثًاۚ إِنَّكُمۡ لَتَقُولُونَ قَوۡلًا عَظِيمٗا
Open ayah 17:40آيا رب مو تاسو ته زامن در پېرزو كړل او خپل ځان ته يې ملايكې لوڼې ونيولې، يقيناً تاسو ډېره لويه (غلطه) خبره كوئ.
وَلَقَدۡ صَرَّفۡنَا فِي هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمۡ إِلَّا نُفُورٗا
Open ayah 17:41او موږ په دې قرآن كې راز راز بيان وكړ چې خلک پند واخلي، خو له حقه تښتېدلو پرته نور څه نه ور زياتوي.
قُل لَّوۡ كَانَ مَعَهُۥٓ ءَالِهَةٞ كَمَا يَقُولُونَ إِذٗا لَّٱبۡتَغَوۡاْ إِلَىٰ ذِي ٱلۡعَرۡشِ سَبِيلٗا
Open ayah 17:42ورته ووايه چې كه هغه (الله) سره نور معبودان هم واى لكه دوى چې وايي نو بيا خو به هغه هم حتماً د عرش څښتن (مقام) ته لار لټولې وه.
سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوّٗا كَبِيرٗا
Open ayah 17:43هغه لره پاکي ده، او له هغو خبرو ډېر پورته دى چې دوى يې وايي.
تُسَبِّحُ لَهُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ ٱلسَّبۡعُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهِنَّۚ وَإِن مِّن شَيۡءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمۡدِهِۦ وَلَٰكِن لَّا تَفۡقَهُونَ تَسۡبِيحَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورٗا
Open ayah 17:44اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ بې شكه هغه د ډېر زغم والا بخښونكى دى.
وَإِذَا قَرَأۡتَ ٱلۡقُرۡءَانَ جَعَلۡنَا بَيۡنَكَ وَبَيۡنَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ حِجَابٗا مَّسۡتُورٗا
Open ayah 17:45او كله چې ته قرآن لولې نو ستا او په آخرت ايمان نه راوړونكو ترمنځ يوه پټه پرده اچوو.
وَجَعَلۡنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ أَكِنَّةً أَن يَفۡقَهُوهُ وَفِيٓ ءَاذَانِهِمۡ وَقۡرٗاۚ وَإِذَا ذَكَرۡتَ رَبَّكَ فِي ٱلۡقُرۡءَانِ وَحۡدَهُۥ وَلَّوۡاْ عَلَىٰٓ أَدۡبَٰرِهِمۡ نُفُورٗا
Open ayah 17:46او په زړونو يې داسې پردې وراچوو چې دوى ورباندې پوه نه شي او په غوږو كې يې كوڼوالى، او كله چې ته په قرآن كې يوازې خپل رب يادوې نو هغوى بيا په كركه شاته وګرځي.
نَّحۡنُ أَعۡلَمُ بِمَا يَسۡتَمِعُونَ بِهِۦٓ إِذۡ يَسۡتَمِعُونَ إِلَيۡكَ وَإِذۡ هُمۡ نَجۡوَىٰٓ إِذۡ يَقُولُ ٱلظَّٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلٗا مَّسۡحُورًا
Open ayah 17:47موږ يې د غوږ نيولو په غرض ښه پوه يو كله چې دوى تاته غوږ نيسي او كله چې هغوى پټې خبرې كوي، هغه مهال چې دا ظالمان وايي تاسي خو له يو كوډو وهلي سړي پرته بل چا پسې روان نه ياست.
ٱنظُرۡ كَيۡفَ ضَرَبُواْ لَكَ ٱلۡأَمۡثَالَ فَضَلُّواْ فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ سَبِيلٗا
Open ayah 17:48ګوره دوى تا پورې څنګه مثالونه وايي، دوى بې لارې شول، نو بيا د لار موندلو وس نه لري.
وَقَالُوٓاْ أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمٗا وَرُفَٰتًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ خَلۡقٗا جَدِيدٗا
Open ayah 17:49او دوى وايي: كله چې موږ ميده خاورې او هډوكي شو نو آيا موږ به په نوي پېدایښت بيا راپاڅول شو؟
۞قُلۡ كُونُواْ حِجَارَةً أَوۡ حَدِيدًا
Open ayah 17:50ورته ووايه: (ځئ) كاڼي يا اوسپنې شئ.
أَوۡ خَلۡقٗا مِّمَّا يَكۡبُرُ فِي صُدُورِكُمۡۚ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَاۖ قُلِ ٱلَّذِي فَطَرَكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٖۚ فَسَيُنۡغِضُونَ إِلَيۡكَ رُءُوسَهُمۡ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَۖ قُلۡ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَرِيبٗا
Open ayah 17:51او يا كوم بل داسې مخلوق چې ستاسو په سینو (زړونو) كې ډېر لوى (كلك) ښكاري، نو بيا به هم دوى وايي: څوک مو بېرته راولي؟ ورته وايه هماغه ذات چې په لومړي ځل يې پيدا كړي یاست، بيا به نو سرونه درته خوځوي وايي به دا به نو كله وي؟ ورته وايه: ښايي هغه نږدې وي.
يَوۡمَ يَدۡعُوكُمۡ فَتَسۡتَجِيبُونَ بِحَمۡدِهِۦ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثۡتُمۡ إِلَّا قَلِيلٗا
Open ayah 17:52كومه ورځ چې تاسو راوبلي نو تاسو به يې له ستاينې سره بلنه ومنئ او ګومان به كوئ چې له څه كم وخته پرته نه یاست ځنډېدلي.
وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ ٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُۚ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ يَنزَغُ بَيۡنَهُمۡۚ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ كَانَ لِلۡإِنسَٰنِ عَدُوّٗا مُّبِينٗا
Open ayah 17:53او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى.
رَّبُّكُمۡ أَعۡلَمُ بِكُمۡۖ إِن يَشَأۡ يَرۡحَمۡكُمۡ أَوۡ إِن يَشَأۡ يُعَذِّبۡكُمۡۚ وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ عَلَيۡهِمۡ وَكِيلٗا
Open ayah 17:54ستاسو رب ډېر ښه درباندې پوه دى، كه خوښه يې شي رحم به درباندې وكړي يا يې كه وغوښتل په عذاب به مو كړي او ته مو پر دوى څارونكى نه يې ټاكلى.
وَرَبُّكَ أَعۡلَمُ بِمَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۗ وَلَقَدۡ فَضَّلۡنَا بَعۡضَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ عَلَىٰ بَعۡضٖۖ وَءَاتَيۡنَا دَاوُۥدَ زَبُورٗا
Open ayah 17:55او ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې په آسمانو او زمكه كې دي، او موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو غټه مرتبه وركړې ده او موږ داود ته زبور وركړى ؤ.
قُلِ ٱدۡعُواْ ٱلَّذِينَ زَعَمۡتُم مِّن دُونِهِۦ فَلَا يَمۡلِكُونَ كَشۡفَ ٱلضُّرِّ عَنكُمۡ وَلَا تَحۡوِيلًا
Open ayah 17:56ورته ووايه: هغه معبودان مو راوبلئ چې تاسي يې له هغه (الله) پرته (خپل چارواكي) ګڼئ، نو نه خو د ضرر لرې کولو څه توان لري او نه د راګرځولو.
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ يَبۡتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ ٱلۡوَسِيلَةَ أَيُّهُمۡ أَقۡرَبُ وَيَرۡجُونَ رَحۡمَتَهُۥ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُۥٓۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحۡذُورٗا
Open ayah 17:57دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ډېر ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، يقيناً ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى.
وَإِن مِّن قَرۡيَةٍ إِلَّا نَحۡنُ مُهۡلِكُوهَا قَبۡلَ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ أَوۡ مُعَذِّبُوهَا عَذَابٗا شَدِيدٗاۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مَسۡطُورٗا
Open ayah 17:58او داسې كوم كلى به نه وى چې موږ يې له قيامت ورځې نه مخكې تباه كوونكي يا سخت عذاب وركوونكي نه يو، دا په (الهي) كتاب كې ليكل شوي دى.
وَمَا مَنَعَنَآ أَن نُّرۡسِلَ بِٱلۡأٓيَٰتِ إِلَّآ أَن كَذَّبَ بِهَا ٱلۡأَوَّلُونَۚ وَءَاتَيۡنَا ثَمُودَ ٱلنَّاقَةَ مُبۡصِرَةٗ فَظَلَمُواْ بِهَاۚ وَمَا نُرۡسِلُ بِٱلۡأٓيَٰتِ إِلَّا تَخۡوِيفٗا
Open ayah 17:59او موږ د نښانو له لېږلو نه بل څه نه يو ايسار كړي مګر دا چې له دوې مخكې خلكو هغه دروغ ګڼلي وو، او (لكه چې) ثموديانو ته مو په څرګنده اوښه راوستله خو هغوى ظلم پرې وكړ او (دا) نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو.
وَإِذۡ قُلۡنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِٱلنَّاسِۚ وَمَا جَعَلۡنَا ٱلرُّءۡيَا ٱلَّتِيٓ أَرَيۡنَٰكَ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلنَّاسِ وَٱلشَّجَرَةَ ٱلۡمَلۡعُونَةَ فِي ٱلۡقُرۡءَانِۚ وَنُخَوِّفُهُمۡ فَمَا يَزِيدُهُمۡ إِلَّا طُغۡيَٰنٗا كَبِيرٗا
Open ayah 17:60او كله چې موږ درته وويل: بې شكه ستا رب دا خلک را ايسار كړي دي، او دغه څه چې تاته مو ښودلي دى او هغه ونه چې په دې قرآن كې لعنت پرې شوى، موږ د دې خلكو لپاره صرف يوه فتنه ګرځولې او دوى بيا بيا وېروو خو پرته د لويې سركښي نه بل څه نه ورزياتوي.
وَإِذۡ قُلۡنَا لِلۡمَلَٰٓئِكَةِ ٱسۡجُدُواْ لِأٓدَمَ فَسَجَدُوٓاْ إِلَّآ إِبۡلِيسَ قَالَ ءَأَسۡجُدُ لِمَنۡ خَلَقۡتَ طِينٗا
Open ayah 17:61او كله مو چې ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه، ويې ویل: آیا زه هغه چاته سجده وكړم چې تا له خټې پيدا كړى؟
قَالَ أَرَءَيۡتَكَ هَٰذَا ٱلَّذِي كَرَّمۡتَ عَلَيَّ لَئِنۡ أَخَّرۡتَنِ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَأَحۡتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٗا
Open ayah 17:62ويې ويل: خبر راكړه! دا (كوم يو) چې دې پر ما غوره وګرځولو، (آیا د دې وړ دی؟) كه زه خو دې د قيامت تر ورځې پورې وځنډولم نو خامخا به يې له كمو پرته د اولادې سټه وباسم.
قَالَ ٱذۡهَبۡ فَمَن تَبِعَكَ مِنۡهُمۡ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمۡ جَزَآءٗ مَّوۡفُورٗا
Open ayah 17:63(الله تعالی) وويل: ځه (لاړ شه) خو له هغوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه نو بې شكه ستاسو لپاره به جهنم بشپړه سزا وي.
وَٱسۡتَفۡزِزۡ مَنِ ٱسۡتَطَعۡتَ مِنۡهُم بِصَوۡتِكَ وَأَجۡلِبۡ عَلَيۡهِم بِخَيۡلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكۡهُمۡ فِي ٱلۡأَمۡوَٰلِ وَٱلۡأَوۡلَٰدِ وَعِدۡهُمۡۚ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا
Open ayah 17:64او له هغوى نه چې هر څوک په خپله بلنه ښويولاى شې ويې ښويوه، خپل سپاره او پلي دې ورباندې راوله، په مالو او ځانو كې ورسره شريک شه او وعدې وركړه، او (حال دا چې) د شيطان وعدې له دوكې پرته بل څه نه دي.
إِنَّ عِبَادِي لَيۡسَ لَكَ عَلَيۡهِمۡ سُلۡطَٰنٞۚ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ وَكِيلٗا
Open ayah 17:65بې شكه زما پر (سوچه) بندګانو به ستا كوم برلاسى نه وي، او ستا رب د ساتونكي په توګه بس دى.
رَّبُّكُمُ ٱلَّذِي يُزۡجِي لَكُمُ ٱلۡفُلۡكَ فِي ٱلۡبَحۡرِ لِتَبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا
Open ayah 17:66ستاسو رب هغه دى چې په سمندر كې بېړۍ درته روانوي تر څو د هغه فضل (حلال رزق) ولټوئ، يقيناً هغه پر تاسو مهربان دى.
وَإِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فِي ٱلۡبَحۡرِ ضَلَّ مَن تَدۡعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُۖ فَلَمَّا نَجَّىٰكُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ أَعۡرَضۡتُمۡۚ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ كَفُورًا
Open ayah 17:67او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره.
أَفَأَمِنتُمۡ أَن يَخۡسِفَ بِكُمۡ جَانِبَ ٱلۡبَرِّ أَوۡ يُرۡسِلَ عَلَيۡكُمۡ حَاصِبٗا ثُمَّ لَا تَجِدُواْ لَكُمۡ وَكِيلًا
Open ayah 17:68آيا له دې بې غمه ياستئ چې د وچې په كومه څنډه كې به مو پر زمكه ننباسي، يا به كاڼي اورونكې سيلۍ درباندې راولي بيا به څوک خپل ساتونكى ملاتړ ونه مومئ.
أَمۡ أَمِنتُمۡ أَن يُعِيدَكُمۡ فِيهِ تَارَةً أُخۡرَىٰ فَيُرۡسِلَ عَلَيۡكُمۡ قَاصِفٗا مِّنَ ٱلرِّيحِ فَيُغۡرِقَكُم بِمَا كَفَرۡتُمۡ ثُمَّ لَا تَجِدُواْ لَكُمۡ عَلَيۡنَا بِهِۦ تَبِيعٗا
Open ayah 17:69يا له دې نه بې غمه ياست چې يو ځل بيا مو سمندر ته ورولي او سخت توپاني باد درباندې را والوزوي او ډوب مو كړي، د هغه كفر په سبب چې تاسو كړى، بيا به ځان ته داسې څوک ونه مومئ چې ستاسو په اړه له موږ څخه پوښتونكى وي.
۞وَلَقَدۡ كَرَّمۡنَا بَنِيٓ ءَادَمَ وَحَمَلۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِ وَرَزَقۡنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ كَثِيرٖ مِّمَّنۡ خَلَقۡنَا تَفۡضِيلٗا
Open ayah 17:70او بې شكه د آدم خېلخانې ته مو ډېر عزت وركړى او هغوى ته مو په وچه او لمده كې سپرلۍ وركړي دي او د پاكيزه شيانو روزي مو وركړې ده او پر زياترو هغو شيانو مو غوره والی وركړى، چې موږ پيدا كړي.
يَوۡمَ نَدۡعُواْ كُلَّ أُنَاسِۭ بِإِمَٰمِهِمۡۖ فَمَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَقۡرَءُونَ كِتَٰبَهُمۡ وَلَا يُظۡلَمُونَ فَتِيلٗا
Open ayah 17:71هغه ورځ چې هره ډله به له خپل امام (رسول يا مشر) سره وبولو، نو د چا كتاب چې په ښي لاس وركړى شو نو هغوى به خپل كتاب لولي او د خرما د زړي نري تار په اندازه ظلم به هم نه ورسره كيږي.
وَمَن كَانَ فِي هَٰذِهِۦٓ أَعۡمَىٰ فَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ أَعۡمَىٰ وَأَضَلُّ سَبِيلٗا
Open ayah 17:72او څوک چې په دې دنيا كې ړوند وي (له حقه)، نو هغه به آخرت كې هم ړوند وي بلکې لا ډېر زيات لار وركى به وي.
وَإِن كَادُواْ لَيَفۡتِنُونَكَ عَنِ ٱلَّذِيٓ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ لِتَفۡتَرِيَ عَلَيۡنَا غَيۡرَهُۥۖ وَإِذٗا لَّٱتَّخَذُوكَ خَلِيلٗا
Open ayah 17:73او حقيقتاً نږدې و چې دوى دې په فتنه كې واچوې، له هغې وحې دې واړوي چې موږ درلېږلې تر څو پر موږ پورې بل څه وتړې، او بيا به يې نو خامخا په دوستۍ نيولى وې.
وَلَوۡلَآ أَن ثَبَّتۡنَٰكَ لَقَدۡ كِدتَّ تَرۡكَنُ إِلَيۡهِمۡ شَيۡـٔٗا قَلِيلًا
Open ayah 17:74او كه ته مو ټينـګ كړى نه واى نو نږدې وه چې د دوى لور ته لږ وركوږ شوى واى.
إِذٗا لَّأَذَقۡنَٰكَ ضِعۡفَ ٱلۡحَيَوٰةِ وَضِعۡفَ ٱلۡمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيۡنَا نَصِيرٗا
Open ayah 17:75بيا به مو حتماً په ژوند كې هم دوه برابره عذاب درڅكلى واى او په مړينه (آخرت) كې هم دوه برابره، بيا به دې زموږ پر خلاف كوم مرستندوى نه واى موندلى.
وَإِن كَادُواْ لَيَسۡتَفِزُّونَكَ مِنَ ٱلۡأَرۡضِ لِيُخۡرِجُوكَ مِنۡهَاۖ وَإِذٗا لَّا يَلۡبَثُونَ خِلَٰفَكَ إِلَّا قَلِيلٗا
Open ayah 17:76او بى شكه نږدې و چې دوى دې له دغې زمكې (سيمې) وښویوي څو ترې دې وباسي، خو بيا به خپله دوى هم له تا وروسته ونه ځنډيږى، مګر ډېر لږ.
سُنَّةَ مَن قَدۡ أَرۡسَلۡنَا قَبۡلَكَ مِن رُّسُلِنَاۖ وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحۡوِيلًا
Open ayah 17:77دا زموږ کړنلاره ده د هغو رسولانو په هكله چې له تا مخكې مو لېږلي وو او زموږ د کړنلارې څه بدلون به نه مومې.
أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِدُلُوكِ ٱلشَّمۡسِ إِلَىٰ غَسَقِ ٱلَّيۡلِ وَقُرۡءَانَ ٱلۡفَجۡرِۖ إِنَّ قُرۡءَانَ ٱلۡفَجۡرِ كَانَ مَشۡهُودٗا
Open ayah 17:78لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې ترږمۍ پورې او د سهار قرائت هم كوه، بې شكه د سهار د قرائت شاهدي ويل كيږي.
وَمِنَ ٱلَّيۡلِ فَتَهَجَّدۡ بِهِۦ نَافِلَةٗ لَّكَ عَسَىٰٓ أَن يَبۡعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامٗا مَّحۡمُودٗا
Open ayah 17:79او د شپې تهجد كوه چې ستا لپاره نفل دي، ښايي چې رب دې يو ستايلي مقام ته ولېږي.
وَقُل رَّبِّ أَدۡخِلۡنِي مُدۡخَلَ صِدۡقٖ وَأَخۡرِجۡنِي مُخۡرَجَ صِدۡقٖ وَٱجۡعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلۡطَٰنٗا نَّصِيرٗا
Open ayah 17:80او ووايه چې ای زما ربه! هر چېرته مې چې ننباسې نو له رښتينولۍ سره مې ننباسه او چې له هره ځايه مې باسې نو له رښتينولۍ سره مې وباسه او له خپل لوري ماته يو قوت مرستندوى وګرځوه.
وَقُلۡ جَآءَ ٱلۡحَقُّ وَزَهَقَ ٱلۡبَٰطِلُۚ إِنَّ ٱلۡبَٰطِلَ كَانَ زَهُوقٗا
Open ayah 17:81او وايه چې حق راغى او باطل له منځه ولاړ، يقيناً باطل له منځه تلونكى دى.
وَنُنَزِّلُ مِنَ ٱلۡقُرۡءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٞ وَرَحۡمَةٞ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارٗا
Open ayah 17:82او موږ د دې قرآن په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي.
وَإِذَآ أَنۡعَمۡنَا عَلَى ٱلۡإِنسَٰنِ أَعۡرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ كَانَ يَـُٔوسٗا
Open ayah 17:83او كله چې په انسان پېرزوينه كوو نو مخ ګرځوي او لرې شي، او چې كله بدي ورته ورسېږې نو بيا ناهيلى وي.
قُلۡ كُلّٞ يَعۡمَلُ عَلَىٰ شَاكِلَتِهِۦ فَرَبُّكُمۡ أَعۡلَمُ بِمَنۡ هُوَ أَهۡدَىٰ سَبِيلٗا
Open ayah 17:84ورته ووايه چې هر څوک په خپله كړنلاره عمل كوي، نو (يوازې) رب مو ښه پوه دى چې څوک پر سمه لار دى.
وَيَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلرُّوحِۖ قُلِ ٱلرُّوحُ مِنۡ أَمۡرِ رَبِّي وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِ إِلَّا قَلِيلٗا
Open ayah 17:85او هغوى د روح په هكله له تا پوښتنه كوي، ورته وايه: روح خو زما د رب له امر (له علم يا پيدايښته) ده او تاسو ته له پوهنې څه نه دې دركړل شوي مګر ډېر لږ.
وَلَئِن شِئۡنَا لَنَذۡهَبَنَّ بِٱلَّذِيٓ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِۦ عَلَيۡنَا وَكِيلًا
Open ayah 17:86او كه موږ وغواړو هغه څه به درنه يوسو چې تاته مو وحى كړي بيا به زموږ پر خلاف كوم وكيل (ملاتړ) په دې هكله ونه مومې.
إِلَّا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۚ إِنَّ فَضۡلَهُۥ كَانَ عَلَيۡكَ كَبِيرٗا
Open ayah 17:87خو ستا د رب رحمت دى، يقيناً پر تا د هغه ستره پېرزوينه ده.
قُل لَّئِنِ ٱجۡتَمَعَتِ ٱلۡإِنسُ وَٱلۡجِنُّ عَلَىٰٓ أَن يَأۡتُواْ بِمِثۡلِ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ لَا يَأۡتُونَ بِمِثۡلِهِۦ وَلَوۡ كَانَ بَعۡضُهُمۡ لِبَعۡضٖ ظَهِيرٗا
Open ayah 17:88ورته ووايه كه دا ګرد انسانان او پېريان په دې راغونډ شي چې د دې قرآن مثال راوړي، نو را به يې نه وړي كه څه هم يو د بل مرستيالان هم شي.
وَلَقَدۡ صَرَّفۡنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٖ فَأَبَىٰٓ أَكۡثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورٗا
Open ayah 17:89او حقيقتاً موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړ، خو زياترو خلكو پرته له انكاره (او ناشكرۍ) بل څه ونه منل.
وَقَالُواْ لَن نُّؤۡمِنَ لَكَ حَتَّىٰ تَفۡجُرَ لَنَا مِنَ ٱلۡأَرۡضِ يَنۢبُوعًا
Open ayah 17:90او ويې ويل: تر هغو به دې ونه منو چې له دې ځمكې دې يوه چينه راته بهولې نه وي.
أَوۡ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٞ مِّن نَّخِيلٖ وَعِنَبٖ فَتُفَجِّرَ ٱلۡأَنۡهَٰرَ خِلَٰلَهَا تَفۡجِيرًا
Open ayah 17:91يا ستا لپاره د كجورو او انګورو يو باغ وي چې په منځ كې يې بهېدلې ويالې روانې كړې.
أَوۡ تُسۡقِطَ ٱلسَّمَآءَ كَمَا زَعَمۡتَ عَلَيۡنَا كِسَفًا أَوۡ تَأۡتِيَ بِٱللَّهِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ قَبِيلًا
Open ayah 17:92يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لكه چې دعوه كوې، يا الله او پرښتې موږ ته مخامخ راولې.
أَوۡ يَكُونَ لَكَ بَيۡتٞ مِّن زُخۡرُفٍ أَوۡ تَرۡقَىٰ فِي ٱلسَّمَآءِ وَلَن نُّؤۡمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيۡنَا كِتَٰبٗا نَّقۡرَؤُهُۥۗ قُلۡ سُبۡحَانَ رَبِّي هَلۡ كُنتُ إِلَّا بَشَرٗا رَّسُولٗا
Open ayah 17:93يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي، يا ته اسمان ته وخېژې، او لا په ختلو دې هم باور نه كوو، څو چې يو داسې كتاب موږ ته را نازل نه كړې چې موږ یې ولولو! ورته ووايه: زما رب لره پاكي ده، آيا زه له يو رالېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟!
وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤۡمِنُوٓاْ إِذۡ جَآءَهُمُ ٱلۡهُدَىٰٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓاْ أَبَعَثَ ٱللَّهُ بَشَرٗا رَّسُولٗا
Open ayah 17:94او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟
قُل لَّوۡ كَانَ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَلَٰٓئِكَةٞ يَمۡشُونَ مُطۡمَئِنِّينَ لَنَزَّلۡنَا عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَلَكٗا رَّسُولٗا
Open ayah 17:95ورته وايه: كه چېرې په ځمكه كې ملايكې ډاډه ګرځېداى راګرځېداى نو خامخا به مو پر هغوى له اسمانه كوم ملايک د رسول په توګه ور نازل كړى واى.
قُلۡ كَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدَۢا بَيۡنِي وَبَيۡنَكُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرَۢا بَصِيرٗا
Open ayah 17:96ورته ووايه: زما او ستاسو ترمنځ (يوازې) الله د شاهد په توګه بس دى، بې شكه هماغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
وَمَن يَهۡدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلۡمُهۡتَدِۖ وَمَن يُضۡلِلۡ فَلَن تَجِدَ لَهُمۡ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِهِۦۖ وَنَحۡشُرُهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمۡ عُمۡيٗا وَبُكۡمٗا وَصُمّٗاۖ مَّأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ كُلَّمَا خَبَتۡ زِدۡنَٰهُمۡ سَعِيرٗا
Open ayah 17:97او چاته چې الله سمه لار ښيي نو همدى لار موندونكى دى او څوک چې بې لارې كړي نو بيا به له هغه پرته څوک دوستان ورته ونه مومې، او د قيامت په ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راغونډوو، استوګنځى به يې جهنم وي، هر كله چې لږ غلی شى لا به يې لمبې زياتوو.
ذَٰلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا وَقَالُوٓاْ أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمٗا وَرُفَٰتًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ خَلۡقٗا جَدِيدًا
Open ayah 17:98همدا يې سزا ده ځكه چې دوى زموږ په آيتونو كافر شوي او ويلي يې وو: آيا كله چې موږ رژېدلي هډوكي او خاورې شو نو بيا به له نوي سره راپاڅولى شو.
۞أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ قَادِرٌ عَلَىٰٓ أَن يَخۡلُقَ مِثۡلَهُمۡ وَجَعَلَ لَهُمۡ أَجَلٗا لَّا رَيۡبَ فِيهِ فَأَبَى ٱلظَّٰلِمُونَ إِلَّا كُفُورٗا
Open ayah 17:99آيا نه ګوري چې كوم الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي هغه په دې هم قادر دى چې د دوى په شان څه پيدا كړي (خو) د دوى لپاره يې نېټه ټاكلې ده چې هېڅ شک پكې نشته، خو دا ظالمان له انكاره پرته بل څه نه مني.
قُل لَّوۡ أَنتُمۡ تَمۡلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحۡمَةِ رَبِّيٓ إِذٗا لَّأَمۡسَكۡتُمۡ خَشۡيَةَ ٱلۡإِنفَاقِۚ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ قَتُورٗا
Open ayah 17:100ورته ووايه كه ستاسو په لاس كې زما د رب د رحمتونو خزانې واى نو د لګښت له وېرې به مو هغه هم (په كنجوسۍ سره) ساتلې واى او انسان خو دى تنګ زړى.
وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَىٰ تِسۡعَ ءَايَٰتِۭ بَيِّنَٰتٖۖ فَسۡـَٔلۡ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ إِذۡ جَآءَهُمۡ فَقَالَ لَهُۥ فِرۡعَوۡنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَٰمُوسَىٰ مَسۡحُورٗا
Open ayah 17:101او موسىٰ (علیه السلام) ته مو نهه څرګندې نښانې وركړې وې نو له بنى اسرائيلو پوښتنه وكړه كله چې دوى ته ورغى نو فرعون ورته وويل: ای موسىٰ زه ګومان كوم چې په تا كوډې شوې دي.
قَالَ لَقَدۡ عَلِمۡتَ مَآ أَنزَلَ هَٰٓؤُلَآءِ إِلَّا رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَٰفِرۡعَوۡنُ مَثۡبُورٗا
Open ayah 17:102وېلې ته خو پوهېږي چې دغه سترګې پرانيستونكې نښانې د اسمانو او ځمكى له رب نه پرته بل چا نه دي نازلې كړې او ای فرعونه په تا مې د تباه كېدونكي ګومان دى.
فَأَرَادَ أَن يَسۡتَفِزَّهُم مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ فَأَغۡرَقۡنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ جَمِيعٗا
Open ayah 17:103نو ويې غوښتل (فرعون) چې دوى (بنى اسرائيل) له هغې ځمكې وشړي، نو بيا مو هغه (فرعون) او څوک چې ورسره وو، ټول ډوب كړل.
وَقُلۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِۦ لِبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱسۡكُنُواْ ٱلۡأَرۡضَ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ ٱلۡأٓخِرَةِ جِئۡنَا بِكُمۡ لَفِيفٗا
Open ayah 17:104او له هغه وروسته مو بني اسرائيلو ته وويل چې په هغه ځمكه كې تاسو اوسېږئ، نو كله چې د آخرت نېټه راشي، تاسو به ټول يوځاى راحاضر كړو.
وَبِٱلۡحَقِّ أَنزَلۡنَٰهُ وَبِٱلۡحَقِّ نَزَلَۗ وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا مُبَشِّرٗا وَنَذِيرٗا
Open ayah 17:105او په حقه مو نازل كړى او په حقه نازل شوى او ته مو له زېري وركونكي او وېرونكي پرته بل څه نه يې لېږلى.
وَقُرۡءَانٗا فَرَقۡنَٰهُ لِتَقۡرَأَهُۥ عَلَى ٱلنَّاسِ عَلَىٰ مُكۡثٖ وَنَزَّلۡنَٰهُ تَنزِيلٗا
Open ayah 17:106او قرآن مو بېل بېل كړ چې وخت پر وخت يې په خلكو ولولې او هغه مو كرار كرار نازل كړ.
قُلۡ ءَامِنُواْ بِهِۦٓ أَوۡ لَا تُؤۡمِنُوٓاْۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ مِن قَبۡلِهِۦٓ إِذَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ يَخِرُّونَۤ لِلۡأَذۡقَانِۤ سُجَّدٗاۤ
Open ayah 17:107ورته وايه چې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ خو له دې مخكې چې چاته علم وركړى شوى، كله چې دا پر هغو لوستل كيږي نو پړمخې په سجده پرېوځي.
وَيَقُولُونَ سُبۡحَٰنَ رَبِّنَآ إِن كَانَ وَعۡدُ رَبِّنَا لَمَفۡعُولٗا
Open ayah 17:108او وايي زموږ رب لره پاكي ده، بې شكه زموږ د رب وعده ترسره كېدونكې ده.
وَيَخِرُّونَ لِلۡأَذۡقَانِ يَبۡكُونَ وَيَزِيدُهُمۡ خُشُوعٗا۩
Open ayah 17:109او پړمخې پرېوځي، ژاړي او عاجزي يې لاپسې زياتيږي.
قُلِ ٱدۡعُواْ ٱللَّهَ أَوِ ٱدۡعُواْ ٱلرَّحۡمَٰنَۖ أَيّٗا مَّا تَدۡعُواْ فَلَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ وَلَا تَجۡهَرۡ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتۡ بِهَا وَٱبۡتَغِ بَيۡنَ ذَٰلِكَ سَبِيلٗا
Open ayah 17:110ورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه.
وَقُلِ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي لَمۡ يَتَّخِذۡ وَلَدٗا وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٞ فِي ٱلۡمُلۡكِ وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ وَلِيّٞ مِّنَ ٱلذُّلِّۖ وَكَبِّرۡهُ تَكۡبِيرَۢا
Open ayah 17:111او وايه: هغه الله لره ستاينه ده چې نه يې څوک زوى نيولى، نه يې په باچاهۍ كې څوک شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي وايه، بشپړه لويي.