الدخان
Ad-Dukhaan
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
حمٓ
Open ayah 44:1حم [1]
- د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ
Open ayah 44:2په (دې) څرګند كتاب قسم.
إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةٖ مُّبَٰرَكَةٍۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ
Open ayah 44:3چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو.
فِيهَا يُفۡرَقُ كُلُّ أَمۡرٍ حَكِيمٍ
Open ayah 44:4په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.
أَمۡرٗا مِّنۡ عِندِنَآۚ إِنَّا كُنَّا مُرۡسِلِينَ
Open ayah 44:5زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو.
رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ
Open ayah 44:6ستا د پالونکي له لوري د يو رحمت په توګه، په رېښتيا همغه ښه اورېدونكى ډېر پوه دى.
رَبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ
Open ayah 44:7د آسمانونو، ځمكې او هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، كه تاسي باور كوونكي ياست.
لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ رَبُّكُمۡ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 44:8له هغه پرته بل الله نشته، هغه ژوندي كوي او مړه كوي ستاسي رب دى او ستاسي د لومړنيو پلرونو رب دى.
بَلۡ هُمۡ فِي شَكّٖ يَلۡعَبُونَ
Open ayah 44:9خو په اصل كې هغوى په شك كې (پراته) لوبې كوي.
فَٱرۡتَقِبۡ يَوۡمَ تَأۡتِي ٱلسَّمَآءُ بِدُخَانٖ مُّبِينٖ
Open ayah 44:10نو د هغې ورځې انتظار كوه چې آسمان يو څرګند لوګى راوړي.
يَغۡشَى ٱلنَّاسَۖ هَٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٞ
Open ayah 44:11چې پر خلكو به راخپور شي، دا يو دردوونکی عذاب دى.
رَّبَّنَا ٱكۡشِفۡ عَنَّا ٱلۡعَذَابَ إِنَّا مُؤۡمِنُونَ
Open ayah 44:12(وايي به) زموږ ربه! دا عذاب رانه ايسته كړه په رېښتيا موږ ايمان راوړونكي يو.
أَنَّىٰ لَهُمُ ٱلذِّكۡرَىٰ وَقَدۡ جَآءَهُمۡ رَسُولٞ مُّبِينٞ
Open ayah 44:13(بيا به) د هغوى لپاره نصيحت له كومه شي؟ حال دا چې هغوى ته ښكاره بيانوونكى رسول هم راغلی.
ثُمَّ تَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ وَقَالُواْ مُعَلَّمٞ مَّجۡنُونٌ
Open ayah 44:14خو بيايې هم مخ ترې وګرځولو او ويې ويل: ښوونه ورته شوې (يا) لېونى دى.
إِنَّا كَاشِفُواْ ٱلۡعَذَابِ قَلِيلًاۚ إِنَّكُمۡ عَآئِدُونَ
Open ayah 44:15موږ دا عذاب لږ (موده) ايسته كوو خو تاسي بېرته خپل حال ته ورګرځېدونكي ياست.
يَوۡمَ نَبۡطِشُ ٱلۡبَطۡشَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ إِنَّا مُنتَقِمُونَ
Open ayah 44:16هغه ورځ چې موږ به سخت نيول وكړو بېشكه موږ غچ اخيستونكي يو.
۞وَلَقَدۡ فَتَنَّا قَبۡلَهُمۡ قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَ وَجَآءَهُمۡ رَسُولٞ كَرِيمٌ
Open ayah 44:17او له هغوى مخكې مو د فرعون قوم ازمويلى و او يو عزتمن رسول ورغلى و.
أَنۡ أَدُّوٓاْ إِلَيَّ عِبَادَ ٱللَّهِۖ إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ
Open ayah 44:18چې د الله بندګان (بني اسرائيل) راته وسپارئ، زه تاسىي لپاره يو امانتداره رسول يم.
وَأَن لَّا تَعۡلُواْ عَلَى ٱللَّهِۖ إِنِّيٓ ءَاتِيكُم بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٖ
Open ayah 44:19او (بل) دا چې د الله پر وړاندې لويي مه كوئ، زه تاسي ته د ښكاره دليل راوړونكى يم.
وَإِنِّي عُذۡتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمۡ أَن تَرۡجُمُونِ
Open ayah 44:20او زه خپل رب او ستاسي رب پورې پناه غواړم، له دې چې تاسي مې سنګسار كړئ.
وَإِن لَّمۡ تُؤۡمِنُواْ لِي فَٱعۡتَزِلُونِ
Open ayah 44:21او كه پر ما ايمان نه راوړئ نو رانه ګوښه شئ.
فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنَّ هَٰٓؤُلَآءِ قَوۡمٞ مُّجۡرِمُونَ
Open ayah 44:22نو خپل رب ته يې دعا وكړه چې دا په رېښتيا مجرمان خلك دي.
فَأَسۡرِ بِعِبَادِي لَيۡلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ
Open ayah 44:23نو زما بندګان په شپه درسره بوزه، تاسي به هرومرو تر شا پلټل كېږئ.
وَٱتۡرُكِ ٱلۡبَحۡرَ رَهۡوًاۖ إِنَّهُمۡ جُندٞ مُّغۡرَقُونَ
Open ayah 44:24او ته درياب همداسې ولاړ پرېږده، هغوی يو ډوبېدونكى لښكر دى.
كَمۡ تَرَكُواْ مِن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ
Open ayah 44:25څومره باغونه او چينې يې پرېښودې؟
وَزُرُوعٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ
Open ayah 44:26او كروندې او ښكلي ځايونه (استوګنځي)؟
وَنَعۡمَةٖ كَانُواْ فِيهَا فَٰكِهِينَ
Open ayah 44:27او (ډېر داسې) نعمتونه چې هغوى يې په مزو كې وو.
كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا قَوۡمًا ءَاخَرِينَ
Open ayah 44:28همداسې وشول او هغه (شيان) مو بل قوم ته په ميراث وركړل.
فَمَا بَكَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلسَّمَآءُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَا كَانُواْ مُنظَرِينَ
Open ayah 44:29خو نه آسمان او ځمكې پرې وژړل او نه هغوى ته څه مهلت وركړى شو.
وَلَقَدۡ نَجَّيۡنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ مِنَ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡمُهِينِ
Open ayah 44:30او بېشكه موږ بنى اسرائيل له سپكوونكي عذابه وژغورل.
مِن فِرۡعَوۡنَۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَالِيٗا مِّنَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ
Open ayah 44:31له فرعونه، يقيناً هغه سركښ او له زياتي كوونكو څخه و.
وَلَقَدِ ٱخۡتَرۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ عِلۡمٍ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 44:32او هغوى (بنى اسرائيل) مو له پوهې سره پر نړيوالو غوره وګرځول.
وَءَاتَيۡنَٰهُم مِّنَ ٱلۡأٓيَٰتِ مَا فِيهِ بَلَٰٓؤٞاْ مُّبِينٌ
Open ayah 44:33او هغوى ته مو داسې نښانې وركړې چې ښكاره ازمويښت پكې و.
إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَيَقُولُونَ
Open ayah 44:34دا خلك خو هرومرو دا وايي.
إِنۡ هِيَ إِلَّا مَوۡتَتُنَا ٱلۡأُولَىٰ وَمَا نَحۡنُ بِمُنشَرِينَ
Open ayah 44:35چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو.
فَأۡتُواْ بِـَٔابَآئِنَآ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
Open ayah 44:36نو كه تاسي رښتيني ياست زموږ پلرونه راولئ!
أَهُمۡ خَيۡرٌ أَمۡ قَوۡمُ تُبَّعٖ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ أَهۡلَكۡنَٰهُمۡۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ مُجۡرِمِينَ
Open ayah 44:37آيا هغوى غوره دي كه د تبع قوم او هغه چې تر هغوى مخكې وو؟ هغوى (ټول) مو تباه كړل، هغوى بېشكه مجرمان وو.
وَمَا خَلَقۡنَا ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَا لَٰعِبِينَ
Open ayah 44:38او موږ آسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځه شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي.
مَا خَلَقۡنَٰهُمَآ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ
Open ayah 44:39هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ مِيقَٰتُهُمۡ أَجۡمَعِينَ
Open ayah 44:40بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى.
يَوۡمَ لَا يُغۡنِي مَوۡلًى عَن مَّوۡلٗى شَيۡـٔٗا وَلَا هُمۡ يُنصَرُونَ
Open ayah 44:41هغه ورځ چې هيڅ دوست به له (خپل) دوست نه څه نشي ايسارولاى او نه به مرسته ورسره كېداى شي.
إِلَّا مَن رَّحِمَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Open ayah 44:42پرته له هغه چې الله رحم پرې كړى وي، په رېښتيا همغه برلاسى مهربان دى.
إِنَّ شَجَرَتَ ٱلزَّقُّومِ
Open ayah 44:43بېشكه د زقوم ونه.
طَعَامُ ٱلۡأَثِيمِ
Open ayah 44:44د ګناهګار خوراک دى.
كَٱلۡمُهۡلِ يَغۡلِي فِي ٱلۡبُطُونِ
Open ayah 44:45چې د ويلې شوې تانبې غوندې په ګېډو كې ايشيږي.
كَغَلۡيِ ٱلۡحَمِيمِ
Open ayah 44:46د خوټېدلو اوبو په شان.
خُذُوهُ فَٱعۡتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 44:47راويې نيسئ بيا يې د جهنم منځ ته راكاږئ.
ثُمَّ صُبُّواْ فَوۡقَ رَأۡسِهِۦ مِنۡ عَذَابِ ٱلۡحَمِيمِ
Open ayah 44:48بيا يې د سر له پاسه د خوټېدلو اوبو عذاب ورتويې كړئ.
ذُقۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡكَرِيمُ
Open ayah 44:49وڅكه! ته خو ډېر عزتمن لوى مشر وې.
إِنَّ هَٰذَا مَا كُنتُم بِهِۦ تَمۡتَرُونَ
Open ayah 44:50بېشكه دا هغه څه دي چې تاسي پكې شک كولو.
إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٖ
Open ayah 44:51په رېښتیا متقيان به په يو ډاډمن ځاى كې وي.
فِي جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ
Open ayah 44:52په باغونو او چينو كې.
يَلۡبَسُونَ مِن سُندُسٖ وَإِسۡتَبۡرَقٖ مُّتَقَٰبِلِينَ
Open ayah 44:53له نريو او غټو ورېښمو څخه به اغوندي (او) مخامخ به سره ناست وي.
كَذَٰلِكَ وَزَوَّجۡنَٰهُم بِحُورٍ عِينٖ
Open ayah 44:54همداسې (بالكل) او د غټو سترګو والا حورو سره به يې واده وكړو.
يَدۡعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَٰكِهَةٍ ءَامِنِينَ
Open ayah 44:55په ډاډمنه توګه به هر ډول مېوې غواړي.
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا ٱلۡمَوۡتَ إِلَّا ٱلۡمَوۡتَةَ ٱلۡأُولَىٰۖ وَوَقَىٰهُمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 44:56له همغه لومړي مرګ پرته به هلته بل مرګ نه څكي او د جهنم له عذابه به يې وژغوري.
فَضۡلٗا مِّن رَّبِّكَۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ
Open ayah 44:57ستا د پالونکي له لوري يو فضل دى، دا لوى برى دى.
فَإِنَّمَا يَسَّرۡنَٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ
Open ayah 44:58نو خبره دا ده چې هغه مو ستا په ژبه آسانه كړ د دې لپاره چې هغوى پند واخلي.
فَٱرۡتَقِبۡ إِنَّهُم مُّرۡتَقِبُونَ
Open ayah 44:59نو ته انتظار كوه، هغوى هم انتظار كوونكي دي.