الواقعة
Al-Waaqia
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ
Open ayah 56:1كله چې قيامت راپېښ شي.
لَيۡسَ لِوَقۡعَتِهَا كَاذِبَةٌ
Open ayah 56:2چې پېښېدلو كې يې هيڅ درواغ نشته.
خَافِضَةٞ رَّافِعَةٌ
Open ayah 56:3هغه ښكته كوونكى او پورته كوونكى دى.
إِذَا رُجَّتِ ٱلۡأَرۡضُ رَجّٗا
Open ayah 56:4كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي.
وَبُسَّتِ ٱلۡجِبَالُ بَسّٗا
Open ayah 56:5او غرونه يومخ ميده ميده ورژول شي.
فَكَانَتۡ هَبَآءٗ مُّنۢبَثّٗا
Open ayah 56:6نو خوره وره دوړه به شي.
وَكُنتُمۡ أَزۡوَٰجٗا ثَلَٰثَةٗ
Open ayah 56:7او تاسو به درې ډلې شئ.
فَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ
Open ayah 56:8نو د ښي لاس والا خلک، څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک!
وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ
Open ayah 56:9او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلسَّٰبِقُونَ
Open ayah 56:10او مخکې کېدونکي خو مخکې کېدونکي دي.
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلۡمُقَرَّبُونَ
Open ayah 56:11همدوى نېږدې كړى شوي دي.
فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Open ayah 56:12د نعمتونو والا جنتو كې به وي.
ثُلَّةٞ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 56:13(د هغوى) لويه ډله به له لومړنيو وي.
وَقَلِيلٞ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 56:14او لږ به له وروستنيو (خلكو) وي.
عَلَىٰ سُرُرٖ مَّوۡضُونَةٖ
Open ayah 56:15پر زرينو او بدل شوو تختونو به وي.
مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيۡهَا مُتَقَٰبِلِينَ
Open ayah 56:16پر هغو يو بل ته مخامخ ډډه وهونكي (ناست) وي.
يَطُوفُ عَلَيۡهِمۡ وِلۡدَٰنٞ مُّخَلَّدُونَ
Open ayah 56:17تل (پاتې) هلكان به ورباندې ګرځي راګرځي.
بِأَكۡوَابٖ وَأَبَارِيقَ وَكَأۡسٖ مِّن مَّعِينٖ
Open ayah 56:18له ګيلاسونو او كوزو سره، او د روانو (بهېدونكو شرابو) له جامونو سره.
لَّا يُصَدَّعُونَ عَنۡهَا وَلَا يُنزِفُونَ
Open ayah 56:19چې نه ترې سر خوږى كيږي او نه بې هوښه كيږي.
وَفَٰكِهَةٖ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ
Open ayah 56:20او مېوې، له هغو نه چې هغوى يې خوښوي.
وَلَحۡمِ طَيۡرٖ مِّمَّا يَشۡتَهُونَ
Open ayah 56:21او د مرغانو غوښې، كومې چې زړه يې غواړي.
وَحُورٌ عِينٞ
Open ayah 56:22او د غټو سترګو والا حورې.
كَأَمۡثَٰلِ ٱللُّؤۡلُوِٕ ٱلۡمَكۡنُونِ
Open ayah 56:23لكه د پټو ساتل شوو ملغرو غوندې.
جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ
Open ayah 56:24د دوى د هغو عملونو په بدله كې چې كول يې.
لَا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوٗا وَلَا تَأۡثِيمًا
Open ayah 56:25نه به چټيات پكې اوري او نه د ګناه څه خبره.
إِلَّا قِيلٗا سَلَٰمٗا سَلَٰمٗا
Open ayah 56:26پرته له سلام، سلام ويلو.
وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 56:27او د ښي لاس والا خلک! څومره ښه دي ښي لاس والا خلک!
فِي سِدۡرٖ مَّخۡضُودٖ
Open ayah 56:28په بې اغزيو بېرو كې به وي.
وَطَلۡحٖ مَّنضُودٖ
Open ayah 56:29او له بېخه تر سره په ډكو ډكو كيلو كې به وي.
وَظِلّٖ مَّمۡدُودٖ
Open ayah 56:30او په اوږده غځېدلي سيوري كې به وي.
وَمَآءٖ مَّسۡكُوبٖ
Open ayah 56:31او را تويېدونكو اوبو كې به وي.
وَفَٰكِهَةٖ كَثِيرَةٖ
Open ayah 56:32او ډېرو مېوو كې.
لَّا مَقۡطُوعَةٖ وَلَا مَمۡنُوعَةٖ
Open ayah 56:33چې نه ختمېدونكې او نه ترې ايسارېدونكې دي.
وَفُرُشٖ مَّرۡفُوعَةٍ
Open ayah 56:34او اوچتو فرشو كې به وي.
إِنَّآ أَنشَأۡنَٰهُنَّ إِنشَآءٗ
Open ayah 56:35بېشکه موږ هغه (حورې) په يو ځانګړي پيدايښت سره پيدا كړې دي.
فَجَعَلۡنَٰهُنَّ أَبۡكَارًا
Open ayah 56:36او هغوى مو (تل) پېغلې ګرځولې دي.
عُرُبًا أَتۡرَابٗا
Open ayah 56:37.(مېړونو ته) ګرانې همزولې
لِّأَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 56:38د ښي لاس والا خلكو لپاره.
ثُلَّةٞ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 56:39یوه لويه ډله له مخکېنيو څخه.
وَثُلَّةٞ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 56:40او بله لويه ډله له وروستنيو خلكو څخه.
وَأَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ
Open ayah 56:41او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
فِي سَمُومٖ وَحَمِيمٖ
Open ayah 56:42په توده هوا او خوټېدلو اوبو كې.
وَظِلّٖ مِّن يَحۡمُومٖ
Open ayah 56:43او د تور لوګي په سيوري كې به وي.
لَّا بَارِدٖ وَلَا كَرِيمٍ
Open ayah 56:44چې نه به سوړ وي او نه عزت راحت والا.
إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَبۡلَ ذَٰلِكَ مُتۡرَفِينَ
Open ayah 56:45بېشكه هغوى له دې مخکې نازولي خوشاله وو.
وَكَانُواْ يُصِرُّونَ عَلَى ٱلۡحِنثِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 56:46او پر لويه ګناه (كفر) به يې ټينګار كولو.
وَكَانُواْ يَقُولُونَ أَئِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ
Open ayah 56:47او هغوى به ويل: آيا كله چې مړه شو او خاورې هډوكې يو نو آيا بيا به راپورته كېدونكي يو؟
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ
Open ayah 56:48آيا زموږ مخکني پلرونه هم؟
قُلۡ إِنَّ ٱلۡأَوَّلِينَ وَٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 56:49ورته ووايه: بېشكه مخکني او وروستني (ټول).
لَمَجۡمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَٰتِ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ
Open ayah 56:50هرومرو د يوې ټاكلې ورځې وخت ته را يو ځاى كېدونكي دي.
ثُمَّ إِنَّكُمۡ أَيُّهَا ٱلضَّآلُّونَ ٱلۡمُكَذِّبُونَ
Open ayah 56:51بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو!
لَأٓكِلُونَ مِن شَجَرٖ مِّن زَقُّومٖ
Open ayah 56:52هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست.
فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ
Open ayah 56:53او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست.
فَشَٰرِبُونَ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡحَمِيمِ
Open ayah 56:54بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست.
فَشَٰرِبُونَ شُرۡبَ ٱلۡهِيمِ
Open ayah 56:55او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک.
هَٰذَا نُزُلُهُمۡ يَوۡمَ ٱلدِّينِ
Open ayah 56:56د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده!
نَحۡنُ خَلَقۡنَٰكُمۡ فَلَوۡلَا تُصَدِّقُونَ
Open ayah 56:57تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟
أَفَرَءَيۡتُم مَّا تُمۡنُونَ
Open ayah 56:58آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟
ءَأَنتُمۡ تَخۡلُقُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡخَٰلِقُونَ
Open ayah 56:59آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟
نَحۡنُ قَدَّرۡنَا بَيۡنَكُمُ ٱلۡمَوۡتَ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ
Open ayah 56:60(همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو.
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ أَمۡثَٰلَكُمۡ وَنُنشِئَكُمۡ فِي مَا لَا تَعۡلَمُونَ
Open ayah 56:61چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ.
وَلَقَدۡ عَلِمۡتُمُ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأُولَىٰ فَلَوۡلَا تَذَكَّرُونَ
Open ayah 56:62او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟
أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَحۡرُثُونَ
Open ayah 56:63آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟
ءَأَنتُمۡ تَزۡرَعُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلزَّٰرِعُونَ
Open ayah 56:64آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟
لَوۡ نَشَآءُ لَجَعَلۡنَٰهُ حُطَٰمٗا فَظَلۡتُمۡ تَفَكَّهُونَ
Open ayah 56:65كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ.
إِنَّا لَمُغۡرَمُونَ
Open ayah 56:66چې بېشكه موږ تاواني شولو.
بَلۡ نَحۡنُ مَحۡرُومُونَ
Open ayah 56:67بلكې موږ بيخې بې برخې يو.
أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلۡمَآءَ ٱلَّذِي تَشۡرَبُونَ
Open ayah 56:68آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟
ءَأَنتُمۡ أَنزَلۡتُمُوهُ مِنَ ٱلۡمُزۡنِ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنزِلُونَ
Open ayah 56:69آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟
لَوۡ نَشَآءُ جَعَلۡنَٰهُ أُجَاجٗا فَلَوۡلَا تَشۡكُرُونَ
Open ayah 56:70كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟
أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلنَّارَ ٱلَّتِي تُورُونَ
Open ayah 56:71آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟
ءَأَنتُمۡ أَنشَأۡتُمۡ شَجَرَتَهَآ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنشِـُٔونَ
Open ayah 56:72آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟
نَحۡنُ جَعَلۡنَٰهَا تَذۡكِرَةٗ وَمَتَٰعٗا لِّلۡمُقۡوِينَ
Open ayah 56:73هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده.
فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 56:74نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.
۞فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ
Open ayah 56:75نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم.
وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٞ لَّوۡ تَعۡلَمُونَ عَظِيمٌ
Open ayah 56:76او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى.
إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانٞ كَرِيمٞ
Open ayah 56:77چې پرته له شکه دا يو عزتمن قرآن دى.
فِي كِتَٰبٖ مَّكۡنُونٖ
Open ayah 56:78چې په يو پټ ساتل شوي كتاب كې دى.
لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُطَهَّرُونَ
Open ayah 56:79هغه ته پرته له ډېرو پاکو بل څوك لاس نه وروړي.
تَنزِيلٞ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 56:80د رب العالمين له خوا نازل شوى دى.
أَفَبِهَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ أَنتُم مُّدۡهِنُونَ
Open ayah 56:81آيا نو تاسي د دې خبرى (قرآن) سپک ګڼونكي ياست؟
وَتَجۡعَلُونَ رِزۡقَكُمۡ أَنَّكُمۡ تُكَذِّبُونَ
Open ayah 56:82او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ.
فَلَوۡلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلۡحُلۡقُومَ
Open ayah 56:83نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي.
وَأَنتُمۡ حِينَئِذٖ تَنظُرُونَ
Open ayah 56:84او تاسي هغه وخت (په سترګو) ګورئ.
وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُبۡصِرُونَ
Open ayah 56:85او موږ له تاسي زيات ورنېږدې يو خو تاسي نه وينئ.
فَلَوۡلَآ إِن كُنتُمۡ غَيۡرَ مَدِينِينَ
Open ayah 56:86نو كه تاسي ته جزا نه دركول كيږي.
تَرۡجِعُونَهَآ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
Open ayah 56:87ولې (هغه روح) نه راستنوئ كه تاسي رښتيني ياست.
فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ
Open ayah 56:88نو بيا كه چېرې هغه (الله ته) له نېږدې كړى شوو څخه وي.
فَرَوۡحٞ وَرَيۡحَانٞ وَجَنَّتُ نَعِيمٖ
Open ayah 56:89نو هوسايي، ښه روزي او نعمتونو والا جنت دى.
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 56:90او كه هغه له ښي لاس والا كسانو څخه وي.
فَسَلَٰمٞ لَّكَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 56:91نو (بيا هم) تاته سلامتي ده چې د ښي لاس والا خلكو څخه يې.
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ٱلضَّآلِّينَ
Open ayah 56:92خو كه چېرې له درواغ ګڼونكو لار وركو څخه وي.
فَنُزُلٞ مِّنۡ حَمِيمٖ
Open ayah 56:93نو (هغه ته) د خوټېدونكو اوبو مېلمستيا ده.
وَتَصۡلِيَةُ جَحِيمٍ
Open ayah 56:94او دوزخ ته ورننه اېستل دي.
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ حَقُّ ٱلۡيَقِينِ
Open ayah 56:95يقيناً همدا حق او يقيني ده.
فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 56:96د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.