المطففين
Al-Mutaffifin
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَيۡلٞ لِّلۡمُطَفِّفِينَ
Open ayah 83:183-1 (په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى
ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكۡتَالُواْ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسۡتَوۡفُونَ
Open ayah 83:283-2 هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي
وَإِذَا كَالُوهُمۡ أَو وَّزَنُوهُمۡ يُخۡسِرُونَ
Open ayah 83:383-3 او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (،نو) كمى كوي
أَلَا يَظُنُّ أُوْلَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبۡعُوثُونَ
Open ayah 83:483-4 ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي
لِيَوۡمٍ عَظِيمٖ
Open ayah 83:583-5 په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)
يَوۡمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 83:683-6 هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي
كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٖ
Open ayah 83:783-7 هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سِجِّينٞ
Open ayah 83:883-8 او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى
كِتَٰبٞ مَّرۡقُومٞ
Open ayah 83:983-9 یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 83:1083-10 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ
Open ayah 83:1183-11 هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي
وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ
Open ayah 83:1283-12 او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار
إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 83:1383-13 كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي
كَلَّاۖ بَلۡۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ
Open ayah 83:1483-14 داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول
كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّمَحۡجُوبُونَ
Open ayah 83:1583-15 داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي
ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ
Open ayah 83:1683-16 بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي
ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Open ayah 83:1783-17 بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡأَبۡرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ
Open ayah 83:1883-18 داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ
Open ayah 83:1983-19 او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى
كِتَٰبٞ مَّرۡقُومٞ
Open ayah 83:2083-20 یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى
يَشۡهَدُهُ ٱلۡمُقَرَّبُونَ
Open ayah 83:2183-21 چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي
إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٍ
Open ayah 83:2283-22 بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي
عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
Open ayah 83:2383-23 دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به
تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِهِمۡ نَضۡرَةَ ٱلنَّعِيمِ
Open ayah 83:2483-24 (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې
يُسۡقَوۡنَ مِن رَّحِيقٖ مَّخۡتُومٍ
Open ayah 83:2583-25 په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي
خِتَٰمُهُۥ مِسۡكٞۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلۡيَتَنَافَسِ ٱلۡمُتَنَٰفِسُونَ
Open ayah 83:2683-26 چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي
وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسۡنِيمٍ
Open ayah 83:2783-27 د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى
عَيۡنٗا يَشۡرَبُ بِهَا ٱلۡمُقَرَّبُونَ
Open ayah 83:2883-28 چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي
إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجۡرَمُواْ كَانُواْ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَضۡحَكُونَ
Open ayah 83:2983-29 بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و
وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمۡ يَتَغَامَزُونَ
Open ayah 83:3083-30 او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل
وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمُ ٱنقَلَبُواْ فَكِهِينَ
Open ayah 83:3183-31 او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل
وَإِذَا رَأَوۡهُمۡ قَالُوٓاْ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ
Open ayah 83:3283-32 او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي
وَمَآ أُرۡسِلُواْ عَلَيۡهِمۡ حَٰفِظِينَ
Open ayah 83:3383-33 حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي
فَٱلۡيَوۡمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنَ ٱلۡكُفَّارِ يَضۡحَكُونَ
Open ayah 83:3483-34 نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي
عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
Open ayah 83:3583-35 په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به
هَلۡ ثُوِّبَ ٱلۡكُفَّارُ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ
Open ayah 83:3683-36 یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول