الإنفطار
Al-Infitaar
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتۡ
Open ayah 82:182-1 كله چې اسمان وچوي
وَإِذَا ٱلۡكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتۡ
Open ayah 82:282-2 او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي
وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ فُجِّرَتۡ
Open ayah 82:382-3 او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي
وَإِذَا ٱلۡقُبُورُ بُعۡثِرَتۡ
Open ayah 82:482-4 او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّا قَدَّمَتۡ وَأَخَّرَتۡ
Open ayah 82:582-5 هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلۡكَرِيمِ
Open ayah 82:682-6 اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې
ٱلَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ
Open ayah 82:782-7 هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې
فِيٓ أَيِّ صُورَةٖ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ
Open ayah 82:882-8 په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې
كَلَّا بَلۡ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِ
Open ayah 82:982-9 داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ
وَإِنَّ عَلَيۡكُمۡ لَحَٰفِظِينَ
Open ayah 82:1082-10 په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي
كِرَامٗا كَٰتِبِينَ
Open ayah 82:1182-11 چې عزتمن لیكونكي دي
يَعۡلَمُونَ مَا تَفۡعَلُونَ
Open ayah 82:1282-12 دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ
إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٖ
Open ayah 82:1382-13 بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي
وَإِنَّ ٱلۡفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٖ
Open ayah 82:1482-14 او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي
يَصۡلَوۡنَهَا يَوۡمَ ٱلدِّينِ
Open ayah 82:1582-15 دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي
وَمَا هُمۡ عَنۡهَا بِغَآئِبِينَ
Open ayah 82:1682-16 او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ
Open ayah 82:1782-17 او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟
ثُمَّ مَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ
Open ayah 82:1882-18 بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى
يَوۡمَ لَا تَمۡلِكُ نَفۡسٞ لِّنَفۡسٖ شَيۡـٔٗاۖ وَٱلۡأَمۡرُ يَوۡمَئِذٖ لِّلَّهِ
Open ayah 82:1982-19 (یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي