التكوير
At-Takwir
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا ٱلشَّمۡسُ كُوِّرَتۡ
Open ayah 81:181-1 كله چې لمر ونغښتل شي
وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتۡ
Open ayah 81:281-2 او كله چې ستوري خړ شي
وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ سُيِّرَتۡ
Open ayah 81:381-3 او كله چې غرونه روان كړل شي
وَإِذَا ٱلۡعِشَارُ عُطِّلَتۡ
Open ayah 81:481-4 او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
وَإِذَا ٱلۡوُحُوشُ حُشِرَتۡ
Open ayah 81:581-5 او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ سُجِّرَتۡ
Open ayah 81:681-6 او كله چې دریابونه بل كړى شي
وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتۡ
Open ayah 81:781-7 او كله چې نفسونه جوړه كړل شي
وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ
Open ayah 81:881-8 او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ
Open ayah 81:981-9 چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتۡ
Open ayah 81:1081-10 او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتۡ
Open ayah 81:1181-11 او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
وَإِذَا ٱلۡجَحِيمُ سُعِّرَتۡ
Open ayah 81:1281-12 او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
وَإِذَا ٱلۡجَنَّةُ أُزۡلِفَتۡ
Open ayah 81:1381-13 او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّآ أَحۡضَرَتۡ
Open ayah 81:1481-14 هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلۡخُنَّسِ
Open ayah 81:1581-15 نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
ٱلۡجَوَارِ ٱلۡكُنَّسِ
Open ayah 81:1681-16 په روانو، پټېدونكو باندې
وَٱلَّيۡلِ إِذَا عَسۡعَسَ
Open ayah 81:1781-17 او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
وَٱلصُّبۡحِ إِذَا تَنَفَّسَ
Open ayah 81:1881-18 او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ
Open ayah 81:1981-19 بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٖ
Open ayah 81:2081-20 چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
مُّطَاعٖ ثَمَّ أَمِينٖ
Open ayah 81:2181-21 منلى شوى دى هلته، امین دى
وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٖ
Open ayah 81:2281-22 او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ
Open ayah 81:2381-23 او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٖ
Open ayah 81:2481-24 او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَيۡطَٰنٖ رَّجِيمٖ
Open ayah 81:2581-25 او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
فَأَيۡنَ تَذۡهَبُونَ
Open ayah 81:2681-26 نو تاسو (اى كافرانو!)چېرته ځئ؟
إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 81:2781-27 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ
Open ayah 81:2881-28 د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 81:2981-29 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي