الإنشقاق
Al-Inshiqaaq
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتۡ
Open ayah 84:184-1 كله چې اسمان څیرې شي
وَأَذِنَتۡ لِرَبِّهَا وَحُقَّتۡ
Open ayah 84:284-2 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى
وَإِذَا ٱلۡأَرۡضُ مُدَّتۡ
Open ayah 84:384-3 او كله چې ځمكه راښكلى شي
وَأَلۡقَتۡ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتۡ
Open ayah 84:484-4 او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي
وَأَذِنَتۡ لِرَبِّهَا وَحُقَّتۡ
Open ayah 84:584-5 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدۡحٗا فَمُلَٰقِيهِ
Open ayah 84:684-6 اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې
فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ
Open ayah 84:784-7 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي
فَسَوۡفَ يُحَاسَبُ حِسَابٗا يَسِيرٗا
Open ayah 84:884-8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب
وَيَنقَلِبُ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ مَسۡرُورٗا
Open ayah 84:984-9 او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي
وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهۡرِهِۦ
Open ayah 84:1084-10 او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي
فَسَوۡفَ يَدۡعُواْ ثُبُورٗا
Open ayah 84:1184-11 نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي
وَيَصۡلَىٰ سَعِيرًا
Open ayah 84:1284-12 او د دوزخ بل اور ته به ننوځي
إِنَّهُۥ كَانَ فِيٓ أَهۡلِهِۦ مَسۡرُورًا
Open ayah 84:1384-13 بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و
إِنَّهُۥ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ
Open ayah 84:1484-14 بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي
بَلَىٰٓۚ إِنَّ رَبَّهُۥ كَانَ بِهِۦ بَصِيرٗا
Open ayah 84:1584-15 ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و
فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلشَّفَقِ
Open ayah 84:1684-16 نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)
وَٱلَّيۡلِ وَمَا وَسَقَ
Open ayah 84:1784-17 او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي
وَٱلۡقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَ
Open ayah 84:1884-18 او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي
لَتَرۡكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٖ
Open ayah 84:1984-19 چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه
فَمَا لَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ
Open ayah 84:2084-20 نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي
وَإِذَا قُرِئَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقُرۡءَانُ لَا يَسۡجُدُونَۤ۩
Open ayah 84:2184-21 او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُكَذِّبُونَ
Open ayah 84:2284-22 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي
وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا يُوعُونَ
Open ayah 84:2384-23 او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي
فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
Open ayah 84:2484-24 نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونِۭ
Open ayah 84:2584-25 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى