القيامة
Al-Qiyaama
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لَآ أُقۡسِمُ بِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ
Open ayah 75:1زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
وَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلنَّفۡسِ ٱللَّوَّامَةِ
Open ayah 75:2او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجۡمَعَ عِظَامَهُۥ
Open ayah 75:3ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ
Open ayah 75:4ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
بَلۡ يُرِيدُ ٱلۡإِنسَٰنُ لِيَفۡجُرَ أَمَامَهُۥ
Open ayah 75:5بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
يَسۡـَٔلُ أَيَّانَ يَوۡمُ ٱلۡقِيَٰمَةِ
Open ayah 75:6دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
فَإِذَا بَرِقَ ٱلۡبَصَرُ
Open ayah 75:7نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
وَخَسَفَ ٱلۡقَمَرُ
Open ayah 75:8او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
وَجُمِعَ ٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُ
Open ayah 75:9او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
يَقُولُ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذٍ أَيۡنَ ٱلۡمَفَرُّ
Open ayah 75:10نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
كَلَّا لَا وَزَرَ
Open ayah 75:11هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمُسۡتَقَرُّ
Open ayah 75:12په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
يُنَبَّؤُاْ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذِۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ
Open ayah 75:13په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
بَلِ ٱلۡإِنسَٰنُ عَلَىٰ نَفۡسِهِۦ بَصِيرَةٞ
Open ayah 75:14بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
وَلَوۡ أَلۡقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥ
Open ayah 75:15اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
لَا تُحَرِّكۡ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعۡجَلَ بِهِۦٓ
Open ayah 75:16(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
إِنَّ عَلَيۡنَا جَمۡعَهُۥ وَقُرۡءَانَهُۥ
Open ayah 75:17بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
فَإِذَا قَرَأۡنَٰهُ فَٱتَّبِعۡ قُرۡءَانَهُۥ
Open ayah 75:18نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا بَيَانَهُۥ
Open ayah 75:19بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
كَلَّا بَلۡ تُحِبُّونَ ٱلۡعَاجِلَةَ
Open ayah 75:20هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
وَتَذَرُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ
Open ayah 75:21او تاسو اخرت پرېږدئ
وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٖ نَّاضِرَةٌ
Open ayah 75:22په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٞ
Open ayah 75:23خپل رب ته به كتونكي وي
وَوُجُوهٞ يَوۡمَئِذِۭ بَاسِرَةٞ
Open ayah 75:24او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
تَظُنُّ أَن يُفۡعَلَ بِهَا فَاقِرَةٞ
Open ayah 75:25یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
كَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِيَ
Open ayah 75:26داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
وَقِيلَ مَنۡۜ رَاقٖ
Open ayah 75:27او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلۡفِرَاقُ
Open ayah 75:28او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
وَٱلۡتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِ
Open ayah 75:29او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمَسَاقُ
Open ayah 75:30ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ
Open ayah 75:31پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
Open ayah 75:32او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓ
Open ayah 75:33بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰ
Open ayah 75:34تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
ثُمَّ أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰٓ
Open ayah 75:35بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَن يُتۡرَكَ سُدًى
Open ayah 75:36ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
أَلَمۡ يَكُ نُطۡفَةٗ مِّن مَّنِيّٖ يُمۡنَىٰ
Open ayah 75:37ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةٗ فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ
Open ayah 75:38بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
فَجَعَلَ مِنۡهُ ٱلزَّوۡجَيۡنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ
Open ayah 75:39نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
أَلَيۡسَ ذَٰلِكَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحۡـِۧيَ ٱلۡمَوۡتَىٰ
Open ayah 75:40ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟