المدثر
Al-Muddaththir
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ
Open ayah 74:1اى په جامه كې نغښتونكیه!
قُمۡ فَأَنذِرۡ
Open ayah 74:2ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ
Open ayah 74:3او نو د خپل رب لويي بیانوه
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ
Open ayah 74:4او نو خپلې جامې پاكې ساته
وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ
Open ayah 74:5او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ
Open ayah 74:6او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ
Open ayah 74:7او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
فَإِذَا نُقِرَ فِي ٱلنَّاقُورِ
Open ayah 74:8نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
فَذَٰلِكَ يَوۡمَئِذٖ يَوۡمٌ عَسِيرٌ
Open ayah 74:9نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ غَيۡرُ يَسِيرٖ
Open ayah 74:10په كافرانو باندې اسانه نه ده
ذَرۡنِي وَمَنۡ خَلَقۡتُ وَحِيدٗا
Open ayah 74:11ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
وَجَعَلۡتُ لَهُۥ مَالٗا مَّمۡدُودٗا
Open ayah 74:12او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
وَبَنِينَ شُهُودٗا
Open ayah 74:13او زامن حاضر (باشه)
وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمۡهِيدٗا
Open ayah 74:14او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
ثُمَّ يَطۡمَعُ أَنۡ أَزِيدَ
Open ayah 74:15بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
كَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدٗا
Open ayah 74:16هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
سَأُرۡهِقُهُۥ صَعُودًا
Open ayah 74:17ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَ
Open ayah 74:18بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
فَقُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ
Open ayah 74:19پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
ثُمَّ قُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ
Open ayah 74:20بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
ثُمَّ نَظَرَ
Open ayah 74:21بیا يې وكتل
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ
Open ayah 74:22بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
ثُمَّ أَدۡبَرَ وَٱسۡتَكۡبَرَ
Open ayah 74:23بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
فَقَالَ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ يُؤۡثَرُ
Open ayah 74:24نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا قَوۡلُ ٱلۡبَشَرِ
Open ayah 74:25نه دى دا مګر د انسان قول
سَأُصۡلِيهِ سَقَرَ
Open ayah 74:26ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سَقَرُ
Open ayah 74:27او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
لَا تُبۡقِي وَلَا تَذَرُ
Open ayah 74:28دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
لَوَّاحَةٞ لِّلۡبَشَرِ
Open ayah 74:29انسان لره ډېر سوځوونكى دى
عَلَيۡهَا تِسۡعَةَ عَشَرَ
Open ayah 74:30په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي
وَمَا جَعَلۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةٗۖ وَمَا جَعَلۡنَا عِدَّتَهُمۡ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيَسۡتَيۡقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَيَزۡدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِيمَٰنٗا وَلَا يَرۡتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ وَٱلۡكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَمَا يَعۡلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡبَشَرِ
Open ayah 74:31او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
كَلَّا وَٱلۡقَمَرِ
Open ayah 74:32هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
وَٱلَّيۡلِ إِذۡ أَدۡبَرَ
Open ayah 74:33او په شپې باندې كله چې شا كړي
وَٱلصُّبۡحِ إِذَآ أَسۡفَرَ
Open ayah 74:34او په سبا باندې كله چې روښانه شي
إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ
Open ayah 74:35بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
نَذِيرٗا لِّلۡبَشَرِ
Open ayah 74:36چې انسان لره وېروونكى دى
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَتَقَدَّمَ أَوۡ يَتَأَخَّرَ
Open ayah 74:37هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ رَهِينَةٌ
Open ayah 74:38هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
إِلَّآ أَصۡحَٰبَ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 74:39غیر له ښي اړخ والاو نه
فِي جَنَّٰتٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 74:40(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
عَنِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ
Open ayah 74:41د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
مَا سَلَكَكُمۡ فِي سَقَرَ
Open ayah 74:42(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
قَالُواْ لَمۡ نَكُ مِنَ ٱلۡمُصَلِّينَ
Open ayah 74:43دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
وَلَمۡ نَكُ نُطۡعِمُ ٱلۡمِسۡكِينَ
Open ayah 74:44او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلۡخَآئِضِينَ
Open ayah 74:45او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ
Open ayah 74:46او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلۡيَقِينُ
Open ayah 74:47تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ
Open ayah 74:48نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ
Open ayah 74:49نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
كَأَنَّهُمۡ حُمُرٞ مُّسۡتَنفِرَةٞ
Open ayah 74:50ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ
Open ayah 74:51چې له زمري نه تښتي
بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفٗا مُّنَشَّرَةٗ
Open ayah 74:52بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
كَلَّاۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ
Open ayah 74:53هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذۡكِرَةٞ
Open ayah 74:54هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ
Open ayah 74:55نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ
Open ayah 74:56او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى