المرسلات
Al-Mursalaat
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلۡمُرۡسَلَٰتِ عُرۡفٗا
Open ayah 77:1په پرله پسې لېږل شوو بادونو باندې قسم.
فَٱلۡعَٰصِفَٰتِ عَصۡفٗا
Open ayah 77:2بيا پر سختو توپاني چلېدونكو باندې.
وَٱلنَّٰشِرَٰتِ نَشۡرٗا
Open ayah 77:3بيا (دورېځو) پرخپروونكو بادونو باندې.
فَٱلۡفَٰرِقَٰتِ فَرۡقٗا
Open ayah 77:4بيا (د حق او باطل) په بېلوونكو.
فَٱلۡمُلۡقِيَٰتِ ذِكۡرًا
Open ayah 77:5بيا د ذكر (قرآن) پر راښكته كوونكو باندې.
عُذۡرًا أَوۡ نُذۡرًا
Open ayah 77:6چې د عذر يا وېرونې په توګه وي.
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٞ
Open ayah 77:7بېشكه څه چې درسره ژمنه كيږي هغه هرومرو پېښېدونكي دي.
فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتۡ
Open ayah 77:8نو كله چې ستوري پيکه شي.
وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتۡ
Open ayah 77:9اوکله چې آسمان څيرې کړل شي.
وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ نُسِفَتۡ
Open ayah 77:10اوغرونه ميده ميده والوزول شي.
وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتۡ
Open ayah 77:11او هر کله چې د رسولانو وخت پوره کړی شي.
لِأَيِّ يَوۡمٍ أُجِّلَتۡ
Open ayah 77:12د كومې ورځې لپاره (دا كار) ځنډول شوى دى؟
لِيَوۡمِ ٱلۡفَصۡلِ
Open ayah 77:13د پريكړې ورځې لپاره.
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ
Open ayah 77:14او ته څه شي خبركړى يې چې د پريكړې ورځ څه ده؟
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:15تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
أَلَمۡ نُهۡلِكِ ٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 77:16آيا موږ مخکېني نه دي تباه كړي؟
ثُمَّ نُتۡبِعُهُمُ ٱلۡأٓخِرِينَ
Open ayah 77:17بيا به وروستني هم ورپسې كړو.
كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ
Open ayah 77:18دغسې کار کوو موږ د مجرمانو سره.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:19په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.
أَلَمۡ نَخۡلُقكُّم مِّن مَّآءٖ مَّهِينٖ
Open ayah 77:20آيا تاسې مو له سپكو (خوارو) اوبو څخه نه يئ پيدا كړي؟
فَجَعَلۡنَٰهُ فِي قَرَارٖ مَّكِينٍ
Open ayah 77:21چې هغه مو بيا يو خوندي ځاى كې وساتلې.
إِلَىٰ قَدَرٖ مَّعۡلُومٖ
Open ayah 77:22تر يوې ټاكلې مودې پورې.
فَقَدَرۡنَا فَنِعۡمَ ٱلۡقَٰدِرُونَ
Open ayah 77:23بيا مو اندازه كړ نو (ګوره) موږ ښه اندازه كوونكي يو.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:24تباهي ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ كِفَاتًا
Open ayah 77:25آيا موږ ځمكه راغونډېدونكې نه ده ګرځولې؟
أَحۡيَآءٗ وَأَمۡوَٰتٗا
Open ayah 77:26د ژوندويو او مړيو لپاره.
وَجَعَلۡنَا فِيهَا رَوَٰسِيَ شَٰمِخَٰتٖ وَأَسۡقَيۡنَٰكُم مَّآءٗ فُرَاتٗا
Open ayah 77:27او په هغې كې مو لوړ لوړ غرونه پيدا كړي او تاسې ته مو خوږې اوبه درڅښلې دي.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:28درواغ ګڼونكو لره په هغه ورځ تباهي ده.
ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Open ayah 77:29اوس ځئ د هغه شي لور ته چې تاسي درواغ ګڼلو.
ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ ظِلّٖ ذِي ثَلَٰثِ شُعَبٖ
Open ayah 77:30روان شئ دريو څانګو والا سيوري خوا ته.
لَّا ظَلِيلٖ وَلَا يُغۡنِي مِنَ ٱللَّهَبِ
Open ayah 77:31چې هغه نه يخوونكى او نه د لمبو مخنيوونكى دى.
إِنَّهَا تَرۡمِي بِشَرَرٖ كَٱلۡقَصۡرِ
Open ayah 77:32هغه د ماڼيو غوندې (لوى) بڅركي غورځوي.
كَأَنَّهُۥ جِمَٰلَتٞ صُفۡرٞ
Open ayah 77:33لكه چې هغه زېړ توربخن اوښان وي.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:34تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
هَٰذَا يَوۡمُ لَا يَنطِقُونَ
Open ayah 77:35داهسې ورځ ده چې هغوى به څه نه شي ويلاى.
وَلَا يُؤۡذَنُ لَهُمۡ فَيَعۡتَذِرُونَ
Open ayah 77:36او نه به اجازه وركولى شي چې څه عذر وړاندې كړي.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:37تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِۖ جَمَعۡنَٰكُمۡ وَٱلۡأَوَّلِينَ
Open ayah 77:38همدا د پريكړې ورځ ده، تاسي او پخواني مو (ګرد) راټول كړي ياست.
فَإِن كَانَ لَكُمۡ كَيۡدٞ فَكِيدُونِ
Open ayah 77:39اوس كه څه چل لرئ نو جوړ يې كړئ.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:40تباهى ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي ظِلَٰلٖ وَعُيُونٖ
Open ayah 77:41بېشكه متقيان (ځان ساتونکي) به په سيورو او چينو كې وي.
وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشۡتَهُونَ
Open ayah 77:42او له هغو مېوو څخه چې هغوى يې غواړي.
كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ
Open ayah 77:43خورئ او څښئ په خوند سره د هغو عملونو په بدله كې چې تاسي به كول.
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ
Open ayah 77:44بېشكه موږ نېكانو ته همدغه شان بدله وركوو.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:45په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
كُلُواْ وَتَمَتَّعُواْ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجۡرِمُونَ
Open ayah 77:46لږه موده خورئ او مزې كوئ په رېښتيا تاسې مجرمان ياست.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:47په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرۡكَعُواْ لَا يَرۡكَعُونَ
Open ayah 77:48او كله چې ورته وويل شي (د الله پر وړاندې) ټيټ شئ نو هغوى نه ټيټيږي.
وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
Open ayah 77:49تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
فَبِأَيِّ حَدِيثِۭ بَعۡدَهُۥ يُؤۡمِنُونَ
Open ayah 77:50نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟