النبإ
An-Naba
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 78:1د څه په اړه دوی پوښتنې کوي (یو له بل نه).
عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 78:2د هغه لوى خبر په اړه.
ٱلَّذِي هُمۡ فِيهِ مُخۡتَلِفُونَ
Open ayah 78:3هغه چې دوى پكې سره اختلاف كوونكي دي.
كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ
Open ayah 78:4هيڅكله نه، ژر به هغوى پوه شي.
ثُمَّ كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ
Open ayah 78:5بیا هېڅكله نه، ډېره ژر به دوې ته څرګنده شي.
أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ مِهَٰدٗا
Open ayah 78:6آيا موږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې.
وَٱلۡجِبَالَ أَوۡتَادٗا
Open ayah 78:7او غرونه مېخونه؟
وَخَلَقۡنَٰكُمۡ أَزۡوَٰجٗا
Open ayah 78:8او تاسي مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست.
وَجَعَلۡنَا نَوۡمَكُمۡ سُبَاتٗا
Open ayah 78:9او ګرځولی دی موږ خوب ستاسو آرام.
وَجَعَلۡنَا ٱلَّيۡلَ لِبَاسٗا
Open ayah 78:10او ګرځولې ده موږ شپې لره جامه.
وَجَعَلۡنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشٗا
Open ayah 78:11او ګرځولې ده موږ ورځ وخت د ګټلو د روزۍ.
وَبَنَيۡنَا فَوۡقَكُمۡ سَبۡعٗا شِدَادٗا
Open ayah 78:12او جوړ کړي مو دي ستاسې له پاسه اووه آسمانونه کلک.
وَجَعَلۡنَا سِرَاجٗا وَهَّاجٗا
Open ayah 78:13او جوړ کړی دی موږ چراغ ځلیدونکی.
وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡمُعۡصِرَٰتِ مَآءٗ ثَجَّاجٗا
Open ayah 78:14او له ډكو ورېځو مو پرله پسې اوبه را ورولې دي.
لِّنُخۡرِجَ بِهِۦ حَبّٗا وَنَبَاتٗا
Open ayah 78:15ترڅو پرې غلې دانې او شنه ګيا راوټوكوو.
وَجَنَّٰتٍ أَلۡفَافًا
Open ayah 78:16او ګڼ باغونه.
إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ كَانَ مِيقَٰتٗا
Open ayah 78:17بېشكه د پرېكړې ورځ يو ټاكلى وخت دى.
يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِ فَتَأۡتُونَ أَفۡوَاجٗا
Open ayah 78:18كومه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي نو بيا به تاسي ډلې ډلې راځئ.
وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتۡ أَبۡوَٰبٗا
Open ayah 78:19او آسمان به پرانيستل شي نو دروازې دروازې به وي.
وَسُيِّرَتِ ٱلۡجِبَالُ فَكَانَتۡ سَرَابًا
Open ayah 78:20او روان به کړی شي غرونه نو شي به په څېر د شګې.
إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتۡ مِرۡصَادٗا
Open ayah 78:21بېشكه چې دوزخ يو څارنځى دى.
لِّلطَّٰغِينَ مَـَٔابٗا
Open ayah 78:22د سركښانو استوګنځى دی.
لَّٰبِثِينَ فِيهَآ أَحۡقَابٗا
Open ayah 78:23اوسیږي به هغه کې تر ډیرې مودې پورې.
لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرۡدٗا وَلَا شَرَابًا
Open ayah 78:24نه به يخوالى پكى وڅكي او نه څښاك.
إِلَّا حَمِيمٗا وَغَسَّاقٗا
Open ayah 78:25پرته له خوټېدلو اوبو او زوو.
جَزَآءٗ وِفَاقًا
Open ayah 78:26سمه برابره بدله ده.
إِنَّهُمۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ حِسَابٗا
Open ayah 78:27په رېښتيا هغوى د هيڅ حساب هيله نه درلوده.
وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا كِذَّابٗا
Open ayah 78:28او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو.
وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ كِتَٰبٗا
Open ayah 78:29او موږ هرڅه په شمېر ليكلي وو.
فَذُوقُواْ فَلَن نَّزِيدَكُمۡ إِلَّا عَذَابًا
Open ayah 78:30نو ويې څكئ! اوس به موږ پرته له عذابه نور څه در زيات نه كړو.
إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ مَفَازًا
Open ayah 78:31یقینا متقیانو لره ځای د کامیابۍ دی.
حَدَآئِقَ وَأَعۡنَٰبٗا
Open ayah 78:32باغونه او انګور دي.
وَكَوَاعِبَ أَتۡرَابٗا
Open ayah 78:33او نوې پېغلې همزولې دي.
وَكَأۡسٗا دِهَاقٗا
Open ayah 78:34او ډك ډك جامونه.
لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوٗا وَلَا كِذَّٰبٗا
Open ayah 78:35نه به هلته چټيات پكې اوري او نه دروغ.
جَزَآءٗ مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابٗا
Open ayah 78:36ستا د پالونکي لخوا بدله او پوره پوره لورېينه.
رَّبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا ٱلرَّحۡمَٰنِۖ لَا يَمۡلِكُونَ مِنۡهُ خِطَابٗا
Open ayah 78:37د آسمانونو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو ډېر مهربان پالونکی دى، هغوى به له هغه سره د خبرو كولو وس نه لري.
يَوۡمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ صَفّٗاۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنۡ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَقَالَ صَوَابٗا
Open ayah 78:38هغه ورځ چې روح او پرېښتې كتار كتار ودريږي، هيڅوك به خبرې نه كوي له هغه چا پرته چې رحمان اجازه وركړې وي او سمې خبرې به كوي.
ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا
Open ayah 78:39دا حقه ورځ ده نو چې د چا خوښه وي د خپل پالونکي لور ته د ورګرځېدو لار دې ونيسي.
إِنَّآ أَنذَرۡنَٰكُمۡ عَذَابٗا قَرِيبٗا يَوۡمَ يَنظُرُ ٱلۡمَرۡءُ مَا قَدَّمَتۡ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلۡكَافِرُ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ تُرَٰبَۢا
Open ayah 78:40بېشكه موږ له (راتلونكي) نېږدې عذابه ووېرولئ هغه ورځ چې هرسړى به هغه څه وويني چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي او كافر به وايي: كاشكې زه خاورې واى.