المعارج
Al-Ma'aarij
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
سَأَلَ سَآئِلُۢ بِعَذَابٖ وَاقِعٖ
Open ayah 70:1يو غوښتونكي د (هرومرو) پېښېدونكي عذاب غوښتنه وكړه.
لِّلۡكَٰفِرِينَ لَيۡسَ لَهُۥ دَافِعٞ
Open ayah 70:2چې هغه د كافرانو لپاره دى (او) هيڅوك يې ايساروونکی نشته.
مِّنَ ٱللَّهِ ذِي ٱلۡمَعَارِجِ
Open ayah 70:3د مرتبو څښتن الله له لوري.
تَعۡرُجُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ إِلَيۡهِ فِي يَوۡمٖ كَانَ مِقۡدَارُهُۥ خَمۡسِينَ أَلۡفَ سَنَةٖ
Open ayah 70:4هغه ته پرېښتې او روح ورخېژي په هغه ورځ چې اندازه يې پنځوس زره كاله ده.
فَٱصۡبِرۡ صَبۡرٗا جَمِيلًا
Open ayah 70:5نو ته صبر كوه، ښه صبر.
إِنَّهُمۡ يَرَوۡنَهُۥ بَعِيدٗا
Open ayah 70:6هغوى خو يې لېرې انګېري.
وَنَرَىٰهُ قَرِيبٗا
Open ayah 70:7خو موږ يې نېږدې وينو.
يَوۡمَ تَكُونُ ٱلسَّمَآءُ كَٱلۡمُهۡلِ
Open ayah 70:8هغه ورځ چې اسمان ويلې شوې كلايي غوندې شي.
وَتَكُونُ ٱلۡجِبَالُ كَٱلۡعِهۡنِ
Open ayah 70:9او غرونه به د ټكول شوې وړۍ غوندې وي.
وَلَا يَسۡـَٔلُ حَمِيمٌ حَمِيمٗا
Open ayah 70:10او پوښتنه به نشې کولی یو دوست له بل دوست نه.
يُبَصَّرُونَهُمۡۚ يَوَدُّ ٱلۡمُجۡرِمُ لَوۡ يَفۡتَدِي مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِئِذِۭ بِبَنِيهِ
Open ayah 70:11ټول به ښودلی کیږي دوی ته، ارمان به کوي مجرم چې د هغې ورځې له عذابه د خلاصیدو په موخه خپل زامن په فدیه كې وركړي.
وَصَٰحِبَتِهِۦ وَأَخِيهِ
Open ayah 70:12او مېرمن او وروڼه يې.
وَفَصِيلَتِهِ ٱلَّتِي تُـٔۡوِيهِ
Open ayah 70:13او خپله هغه كورنۍ چې هغه ته يې ځاى وركولو.
وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا ثُمَّ يُنجِيهِ
Open ayah 70:14او څوك چې په ځمكه كې دي هغه ټول، چې هغه وژغوري.
كَلَّآۖ إِنَّهَا لَظَىٰ
Open ayah 70:15هيڅكله [نه شي کیدای چې مجرم دي په فدیه خلاص شي]، هغه (اور) خو لمبې وهونكی دى.
نَزَّاعَةٗ لِّلشَّوَىٰ
Open ayah 70:16ویستونکی د اندامونو پوستکي لره.
تَدۡعُواْ مَنۡ أَدۡبَرَ وَتَوَلَّىٰ
Open ayah 70:17هر هغه څوك رابولي چې شايې ګرځولې او مخ يې اړولى.
وَجَمَعَ فَأَوۡعَىٰٓ
Open ayah 70:18او مال يې راټول كړى او زېرمه كړى دى.
۞إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا
Open ayah 70:19په رېښتيا انسان بې حوصلې حرصناک پيدا شوى.
إِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ جَزُوعٗا
Open ayah 70:20چې بدي ور ورسي فرياد كوونكى وي.
وَإِذَا مَسَّهُ ٱلۡخَيۡرُ مَنُوعًا
Open ayah 70:21او چې ښېګڼه ورته ورسيږي نو بخيلي كوونكى شي.
إِلَّا ٱلۡمُصَلِّينَ
Open ayah 70:22پرته له لمونځ كوونكو.
ٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ دَآئِمُونَ
Open ayah 70:23هغوى چې پر خپلو لمونځونو تل كلك وي.
وَٱلَّذِينَ فِيٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ حَقّٞ مَّعۡلُومٞ
Open ayah 70:24او چې په مالونو كې يې ټاكلې برخه وي
لِّلسَّآئِلِ وَٱلۡمَحۡرُومِ
Open ayah 70:25د سوالګر او بې وزله لپاره.
وَٱلَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ
Open ayah 70:26او هغه کسان چې ریښتونې ګڼي ورځ د جزا.
وَٱلَّذِينَ هُم مِّنۡ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشۡفِقُونَ
Open ayah 70:27او هغوى چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونكي وي.
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمۡ غَيۡرُ مَأۡمُونٖ
Open ayah 70:28بېشكه چې د خپل پالونکي عذاب يې د بې غمۍ شى نه دى.
وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِفُرُوجِهِمۡ حَٰفِظُونَ
Open ayah 70:29او هغوى چې د خپلو عورتونو ساتونكي وي.
إِلَّا عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَإِنَّهُمۡ غَيۡرُ مَلُومِينَ
Open ayah 70:30پرته له خپلو مېرمنو او مينځو يې چې دوى پكې ملامتېدونكي نه دي.
فَمَنِ ٱبۡتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡعَادُونَ
Open ayah 70:31نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو دغه کسان دوی له حد نه تېریدونکي دي.
وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ
Open ayah 70:32او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
وَٱلَّذِينَ هُم بِشَهَٰدَٰتِهِمۡ قَآئِمُونَ
Open ayah 70:33او هغوى چې پر خپلو شاهديو ټينګ ولاړ دي.
وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ يُحَافِظُونَ
Open ayah 70:34او هغوى چې د خپل لمانځه ساتنه كوي.
أُوْلَٰٓئِكَ فِي جَنَّٰتٖ مُّكۡرَمُونَ
Open ayah 70:35دغه كسان به په جنتونو كې عزتمن اوسېدونكي وي.
فَمَالِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ قِبَلَكَ مُهۡطِعِينَ
Open ayah 70:36نو دا كافران له څه امله ستا په لور ځغلېدونكي دي.
عَنِ ٱلۡيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ عِزِينَ
Open ayah 70:37چې له ښي او كيڼ لورې ډلې ډلې ناست دي.
أَيَطۡمَعُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُدۡخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٖ
Open ayah 70:38آيا د هغوى هر كس هيله لري چې نعمتونو والا جنت ته به ننه اېستل شي؟
كَلَّآۖ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّمَّا يَعۡلَمُونَ
Open ayah 70:39هيڅكله نه، بېشكه هغوى مو له يو داسې شي پيدا كړي چې هغوى پرې پوهيږي.
فَلَآ أُقۡسِمُ بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ إِنَّا لَقَٰدِرُونَ
Open ayah 70:40نو نه، زه قسم كوم د ختيځونو او لوېديځونو پر رب چې موږ بالكل قادر يو.
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ
Open ayah 70:41په دې كار چې د هغوى په بدل كې ترې غوره خلك راولو او موږ بايلونكي (عاجز) نه يو.
فَذَرۡهُمۡ يَخُوضُواْ وَيَلۡعَبُواْ حَتَّىٰ يُلَٰقُواْ يَوۡمَهُمُ ٱلَّذِي يُوعَدُونَ
Open ayah 70:42نو پرېږده يې چې خپلې ناندرۍ او لوبې كوي تر دې چې خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي، چې لوظ يې ورسره كيږي.
يَوۡمَ يَخۡرُجُونَ مِنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ سِرَاعٗا كَأَنَّهُمۡ إِلَىٰ نُصُبٖ يُوفِضُونَ
Open ayah 70:43هغه ورځ چې په منډه به (له قبرونو) راوځي، لكه د بتانو درشلو ته چې ورځغلي.
خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٞۚ ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلَّذِي كَانُواْ يُوعَدُونَ
Open ayah 70:44سترګې به يې ټيټې او ذلت به پرې راخپور وي، دا همغه ورځ ده چې هغوى سره يې ژمنه كېدله.