الحاقة
Al-Haaqqa
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
ٱلۡحَآقَّةُ
Open ayah 69:1یقینې آفت راتلونکی
مَا ٱلۡحَآقَّةُ
Open ayah 69:2څه لوی دی یقیني آفت راتلونکی؟
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحَآقَّةُ
Open ayah 69:3او څه پوهه کړې ته چې څه شی دی یقیني راتلونکی آفت؟
كَذَّبَتۡ ثَمُودُ وَعَادُۢ بِٱلۡقَارِعَةِ
Open ayah 69:4دروغ ګڼلی و ثموديانو او عاديانو د زړونو ټکوونکی آفت
فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهۡلِكُواْ بِٱلطَّاغِيَةِ
Open ayah 69:5نو ثموديان په يوه بې اندازې سخته چغه تباه شول
وَأَمَّا عَادٞ فَأُهۡلِكُواْ بِرِيحٖ صَرۡصَرٍ عَاتِيَةٖ
Open ayah 69:6او هر چه عاديان و نو هلاک کړی شول په تېزې سیلۍ د حد نه تېریدونکې
سَخَّرَهَا عَلَيۡهِمۡ سَبۡعَ لَيَالٖ وَثَمَٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومٗاۖ فَتَرَى ٱلۡقَوۡمَ فِيهَا صَرۡعَىٰ كَأَنَّهُمۡ أَعۡجَازُ نَخۡلٍ خَاوِيَةٖ
Open ayah 69:7چې الله هغه پرله پسې اوه شپى او اته ورځې ورباندې ګمارلې وه، نو دا خلك به دې پكې داسې پرېوتي ليدل لكه چې د كجورو ورستې تنې چې وي
فَهَلۡ تَرَىٰ لَهُم مِّنۢ بَاقِيَةٖ
Open ayah 69:8نو آيا (اوس) د هغوى څوك پاتې شوي وينې؟
وَجَآءَ فِرۡعَوۡنُ وَمَن قَبۡلَهُۥ وَٱلۡمُؤۡتَفِكَٰتُ بِٱلۡخَاطِئَةِ
Open ayah 69:9او راتګ کړی و فرعون او څوك چې ترې مخكې و او نسكور شوو كليو هم په لویه ګناه سره
فَعَصَوۡاْ رَسُولَ رَبِّهِمۡ فَأَخَذَهُمۡ أَخۡذَةٗ رَّابِيَةً
Open ayah 69:10نو سرغړونه یې وکړه د خپل پالونکي د رسول، نو ونیول (الله) دوی په نیولو سختو سره
إِنَّا لَمَّا طَغَا ٱلۡمَآءُ حَمَلۡنَٰكُمۡ فِي ٱلۡجَارِيَةِ
Open ayah 69:11كله چې اوبه ډېرې طوفاني شوې نو موږ تاسي سپاره کړئ په روانې بېړۍ کې
لِنَجۡعَلَهَا لَكُمۡ تَذۡكِرَةٗ وَتَعِيَهَآ أُذُنٞ وَٰعِيَةٞ
Open ayah 69:12تر څو ستاسو لپاره يې درس وګرځوو او عبرت واخلي پند اخیستونکي غوږونه
فَإِذَا نُفِخَ فِي ٱلصُّورِ نَفۡخَةٞ وَٰحِدَةٞ
Open ayah 69:13نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړى شي يو ځل پوكى
وَحُمِلَتِ ٱلۡأَرۡضُ وَٱلۡجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةٗ وَٰحِدَةٗ
Open ayah 69:14او پورته کړل شي زمكه او غرونه، نو وبه ټکول شي په ټکولو په یو ځل
فَيَوۡمَئِذٖ وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ
Open ayah 69:15نو پدغه ورځ به رامنځ ته شي رامنځ ته کېدونکی آفت
وَٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَهِيَ يَوۡمَئِذٖ وَاهِيَةٞ
Open ayah 69:16او وبه چوي آسمان، نو هغه به پدغه ورځ کمزوری وي
وَٱلۡمَلَكُ عَلَىٰٓ أَرۡجَآئِهَاۚ وَيَحۡمِلُ عَرۡشَ رَبِّكَ فَوۡقَهُمۡ يَوۡمَئِذٖ ثَمَٰنِيَةٞ
Open ayah 69:17او پرېښتې به يې پر څنډو وي او ستا د پالونکي عرش به په هغه ورځ اتو پرېښتو پر ځانونو دپاسه بار كړى وي
يَوۡمَئِذٖ تُعۡرَضُونَ لَا تَخۡفَىٰ مِنكُمۡ خَافِيَةٞ
Open ayah 69:18په هغه ورځ به تاسي ور وړاندې كړاى شئ، ستاسي له عمله به هيڅ راز پټ پاتې نه شي
فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ ٱقۡرَءُواْ كِتَٰبِيَهۡ
Open ayah 69:19نو د چا عملنامه چې د هغه په ښي لاس وركړل شوه، وايي به: ها، واخلئ زما عملنامه ولولئ!
إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَٰقٍ حِسَابِيَهۡ
Open ayah 69:20پرته له شکه ما انګېرلې وه چې له خپل حساب سره مخامخ کېدونكى يم
فَهُوَ فِي عِيشَةٖ رَّاضِيَةٖ
Open ayah 69:21نو بيا به هغه په خوشاله ژوندانه كې وي
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٖ
Open ayah 69:22په اوچت جنت کې
قُطُوفُهَا دَانِيَةٞ
Open ayah 69:23چې مېوې به يې (لاس ته) نېږدې وي
كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَآ أَسۡلَفۡتُمۡ فِي ٱلۡأَيَّامِ ٱلۡخَالِيَةِ
Open ayah 69:24خورئ، څښئ (ښه) په خوند سره، د هغو عملونو په بدله كې چې په تېرو ورځو كې مو وړاندې لېږلي وو
وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي لَمۡ أُوتَ كِتَٰبِيَهۡ
Open ayah 69:25او د چا كتاب چې د هغه په كيڼ (چپ) لاس وركړل شي، نو وايي به: ارمان چې كتاب مې نه واى راكړل شوى
وَلَمۡ أَدۡرِ مَا حِسَابِيَهۡ
Open ayah 69:26او نه پوهېدلی چې څه به وي حساب زما
يَٰلَيۡتَهَا كَانَتِ ٱلۡقَاضِيَةَ
Open ayah 69:27كاشكې هغه (مرګ ) ختموونكى واى ما لره
مَآ أَغۡنَىٰ عَنِّي مَالِيَهۡۜ
Open ayah 69:28مال مې هم څه رانه ايسار نه كړل
هَلَكَ عَنِّي سُلۡطَٰنِيَهۡ
Open ayah 69:29واكمني مې هم تباه شوه
خُذُوهُ فَغُلُّوهُ
Open ayah 69:30(وبه ويل شي) راويې نيسئ او ځنځير ورواچوئ
ثُمَّ ٱلۡجَحِيمَ صَلُّوهُ
Open ayah 69:31بيا يې دوزخ ته ورننباسئ
ثُمَّ فِي سِلۡسِلَةٖ ذَرۡعُهَا سَبۡعُونَ ذِرَاعٗا فَٱسۡلُكُوهُ
Open ayah 69:32بيا يې په يو داسې ځنځير كې چې اويا ګزه يې اندازه وي، ځوړند کړئ
إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 69:33بېشکه هغه پر لوى الله ايمان نه درلود
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ
Open ayah 69:34او هڅول یې نه کوله بې وزله ته په خوړو وركولو
فَلَيۡسَ لَهُ ٱلۡيَوۡمَ هَٰهُنَا حَمِيمٞ
Open ayah 69:35نو نشته نن ده لره دلته کوم مخلص دوست
وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنۡ غِسۡلِينٖ
Open ayah 69:36او نه له زوو پرته څه خواړه
لَّا يَأۡكُلُهُۥٓ إِلَّا ٱلۡخَٰطِـُٔونَ
Open ayah 69:37چې له ګناهګارانو پرته يې بل څوك نه خوري
فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَا تُبۡصِرُونَ
Open ayah 69:38نو داسې نده، زه قسم كوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ
وَمَا لَا تُبۡصِرُونَ
Open ayah 69:39او پر هغه څه چې نه يې وينئ
إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ
Open ayah 69:40چې بېشكه دا د يو عزتمن استازي وينا ده
وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَاعِرٖۚ قَلِيلٗا مَّا تُؤۡمِنُونَ
Open ayah 69:41او د كوم شاعر خبره نه ده تاسي بيخې لږ ايمان راوړئ
وَلَا بِقَوۡلِ كَاهِنٖۚ قَلِيلٗا مَّا تَذَكَّرُونَ
Open ayah 69:42او نه د كاهن (تالې كتونكي، غيب ويونكي) خبره ده، تاسې لږ پند اخلئ
تَنزِيلٞ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 69:43دا د رب العالمين لخوا نازل شوى
وَلَوۡ تَقَوَّلَ عَلَيۡنَا بَعۡضَ ٱلۡأَقَاوِيلِ
Open ayah 69:44او كه چېرې ده له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى
لَأَخَذۡنَا مِنۡهُ بِٱلۡيَمِينِ
Open ayah 69:45هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى
ثُمَّ لَقَطَعۡنَا مِنۡهُ ٱلۡوَتِينَ
Open ayah 69:46بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى
فَمَا مِنكُم مِّنۡ أَحَدٍ عَنۡهُ حَٰجِزِينَ
Open ayah 69:47نو بيا به له تاسي هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو
وَإِنَّهُۥ لَتَذۡكِرَةٞ لِّلۡمُتَّقِينَ
Open ayah 69:48او په رېښتيا دا د ځان ساتونکو لپاره يو پند دى
وَإِنَّا لَنَعۡلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ
Open ayah 69:49او بېشكه موږ پوهېږو چې له تاسي څه كسان درواغ ګڼونكي دي
وَإِنَّهُۥ لَحَسۡرَةٌ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ
Open ayah 69:50او هغه پر کافرانو پښېماني ده
وَإِنَّهُۥ لَحَقُّ ٱلۡيَقِينِ
Open ayah 69:51او دا يقيني حق دى
فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 69:52نو د خپل لوى پالونکي پر نوم پاکي بيانوه