النازعات
An-Naazi'aat
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقٗا
Open ayah 79:1قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشۡطٗا
Open ayah 79:2او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبۡحٗا
Open ayah 79:3او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبۡقٗا
Open ayah 79:4پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
فَٱلۡمُدَبِّرَٰتِ أَمۡرٗا
Open ayah 79:5بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
يَوۡمَ تَرۡجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ
Open ayah 79:6په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
تَتۡبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ
Open ayah 79:7په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
قُلُوبٞ يَوۡمَئِذٖ وَاجِفَةٌ
Open ayah 79:8(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
أَبۡصَٰرُهَا خَٰشِعَةٞ
Open ayah 79:9د دغو سترګې به ښكته وي
يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرۡدُودُونَ فِي ٱلۡحَافِرَةِ
Open ayah 79:10دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمٗا نَّخِرَةٗ
Open ayah 79:11ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
قَالُواْ تِلۡكَ إِذٗا كَرَّةٌ خَاسِرَةٞ
Open ayah 79:12دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ
Open ayah 79:13پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ
Open ayah 79:14نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ
Open ayah 79:15ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
إِذۡ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلۡوَادِ ٱلۡمُقَدَّسِ طُوًى
Open ayah 79:16كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
ٱذۡهَبۡ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
Open ayah 79:17ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
فَقُلۡ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ
Open ayah 79:18نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
وَأَهۡدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخۡشَىٰ
Open ayah 79:19او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
فَأَرَىٰهُ ٱلۡأٓيَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 79:20نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ
Open ayah 79:21نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
ثُمَّ أَدۡبَرَ يَسۡعَىٰ
Open ayah 79:22بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ
Open ayah 79:23نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ
Open ayah 79:24نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلۡأٓخِرَةِ وَٱلۡأُولَىٰٓ
Open ayah 79:25نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةٗ لِّمَن يَخۡشَىٰٓ
Open ayah 79:26بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
ءَأَنتُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُۚ بَنَىٰهَا
Open ayah 79:27ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
رَفَعَ سَمۡكَهَا فَسَوَّىٰهَا
Open ayah 79:28د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
وَأَغۡطَشَ لَيۡلَهَا وَأَخۡرَجَ ضُحَىٰهَا
Open ayah 79:29او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
وَٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ
Open ayah 79:30او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
أَخۡرَجَ مِنۡهَا مَآءَهَا وَمَرۡعَىٰهَا
Open ayah 79:31ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
وَٱلۡجِبَالَ أَرۡسَىٰهَا
Open ayah 79:32او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
مَتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ
Open ayah 79:33ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 79:34نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
يَوۡمَ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰ
Open ayah 79:35په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ
Open ayah 79:36او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ
Open ayah 79:37نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
وَءَاثَرَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
Open ayah 79:38او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
فَإِنَّ ٱلۡجَحِيمَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
Open ayah 79:39نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
وَأَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفۡسَ عَنِ ٱلۡهَوَىٰ
Open ayah 79:40او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
فَإِنَّ ٱلۡجَنَّةَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
Open ayah 79:41نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرۡسَىٰهَا
Open ayah 79:42(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكۡرَىٰهَآ
Open ayah 79:43ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ
Open ayah 79:44خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخۡشَىٰهَا
Open ayah 79:45بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَهَا لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا عَشِيَّةً أَوۡ ضُحَىٰهَا
Open ayah 79:46ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت