عبس
Abasa
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ
Open ayah 80:1ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
أَن جَآءَهُ ٱلۡأَعۡمَىٰ
Open ayah 80:2په دې وجه چې ده ته ړوند راغى
وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ
Open ayah 80:3او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي
أَوۡ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكۡرَىٰٓ
Open ayah 80:4یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
أَمَّا مَنِ ٱسۡتَغۡنَىٰ
Open ayah 80:5هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰ
Open ayah 80:6نو ته په هغه پسې كېږې
وَمَا عَلَيۡكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ
Open ayah 80:7حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسۡعَىٰ
Open ayah 80:8او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
وَهُوَ يَخۡشَىٰ
Open ayah 80:9په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
فَأَنتَ عَنۡهُ تَلَهَّىٰ
Open ayah 80:10نو ته له هغه نه مشغولېږې
كَلَّآ إِنَّهَا تَذۡكِرَةٞ
Open ayah 80:11داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ
Open ayah 80:12نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
فِي صُحُفٖ مُّكَرَّمَةٖ
Open ayah 80:13(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
مَّرۡفُوعَةٖ مُّطَهَّرَةِۭ
Open ayah 80:14چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
بِأَيۡدِي سَفَرَةٖ
Open ayah 80:15د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
كِرَامِۭ بَرَرَةٖ
Open ayah 80:16چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
قُتِلَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَآ أَكۡفَرَهُۥ
Open ayah 80:17انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!
مِنۡ أَيِّ شَيۡءٍ خَلَقَهُۥ
Open ayah 80:18دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
مِن نُّطۡفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥ
Open ayah 80:19له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥ
Open ayah 80:20بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقۡبَرَهُۥ
Open ayah 80:21بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥ
Open ayah 80:22بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
كَلَّا لَمَّا يَقۡضِ مَآ أَمَرَهُۥ
Open ayah 80:23داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓ
Open ayah 80:24نو انسان دې خپل طعام ته وګوري
أَنَّا صَبَبۡنَا ٱلۡمَآءَ صَبّٗا
Open ayah 80:25چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
ثُمَّ شَقَقۡنَا ٱلۡأَرۡضَ شَقّٗا
Open ayah 80:26بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
فَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا حَبّٗا
Open ayah 80:27نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
وَعِنَبٗا وَقَضۡبٗا
Open ayah 80:28او انګور او تركاريانې
وَزَيۡتُونٗا وَنَخۡلٗا
Open ayah 80:29او زیتون او كجورې
وَحَدَآئِقَ غُلۡبٗا
Open ayah 80:30او ګڼ باغونه
وَفَٰكِهَةٗ وَأَبّٗا
Open ayah 80:31او مېوې او ګياه (واښه)
مَّتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ
Open ayah 80:32ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُ
Open ayah 80:33نو كله چې سخت اواز راشي
يَوۡمَ يَفِرُّ ٱلۡمَرۡءُ مِنۡ أَخِيهِ
Open ayah 80:34په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ
Open ayah 80:35او له خپلې مور او خپل پلاره
وَصَٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ
Open ayah 80:36او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
لِكُلِّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ يَوۡمَئِذٖ شَأۡنٞ يُغۡنِيهِ
Open ayah 80:37په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٖ مُّسۡفِرَةٞ
Open ayah 80:38څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
ضَاحِكَةٞ مُّسۡتَبۡشِرَةٞ
Open ayah 80:39خندېدونكي (او) خوشاله به وي
وَوُجُوهٞ يَوۡمَئِذٍ عَلَيۡهَا غَبَرَةٞ
Open ayah 80:40او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
تَرۡهَقُهَا قَتَرَةٌ
Open ayah 80:41دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَفَرَةُ ٱلۡفَجَرَةُ
Open ayah 80:42دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي