التكوير
At-Takwir
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا ٱلشَّمۡسُ كُوِّرَتۡ
Open ayah 81:1كله چې لمر ونغښتل شي
وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتۡ
Open ayah 81:2او كله چې ستوري خړ شي
وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ سُيِّرَتۡ
Open ayah 81:3او كله چې غرونه روان كړل شي
وَإِذَا ٱلۡعِشَارُ عُطِّلَتۡ
Open ayah 81:4او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
وَإِذَا ٱلۡوُحُوشُ حُشِرَتۡ
Open ayah 81:5او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ سُجِّرَتۡ
Open ayah 81:6او كله چې دریابونه بل كړى شي
وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتۡ
Open ayah 81:7او كله چې نفسونه جوړه كړل شي
وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ
Open ayah 81:8او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ
Open ayah 81:9چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتۡ
Open ayah 81:10او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتۡ
Open ayah 81:11او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
وَإِذَا ٱلۡجَحِيمُ سُعِّرَتۡ
Open ayah 81:12او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
وَإِذَا ٱلۡجَنَّةُ أُزۡلِفَتۡ
Open ayah 81:13او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّآ أَحۡضَرَتۡ
Open ayah 81:14هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلۡخُنَّسِ
Open ayah 81:15نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
ٱلۡجَوَارِ ٱلۡكُنَّسِ
Open ayah 81:16په روانو، پټېدونكو باندې
وَٱلَّيۡلِ إِذَا عَسۡعَسَ
Open ayah 81:17او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
وَٱلصُّبۡحِ إِذَا تَنَفَّسَ
Open ayah 81:18او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ
Open ayah 81:19بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٖ
Open ayah 81:20چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
مُّطَاعٖ ثَمَّ أَمِينٖ
Open ayah 81:21منلى شوى دى هلته، امین دى
وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٖ
Open ayah 81:22او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ
Open ayah 81:23او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٖ
Open ayah 81:24او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَيۡطَٰنٖ رَّجِيمٖ
Open ayah 81:25او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
فَأَيۡنَ تَذۡهَبُونَ
Open ayah 81:26نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟
إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 81:27نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ
Open ayah 81:28د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
Open ayah 81:29او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي