النبإ
An-Naba
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 78:1دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟
عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلۡعَظِيمِ
Open ayah 78:2د ډېر لوى خبر په باره كې
ٱلَّذِي هُمۡ فِيهِ مُخۡتَلِفُونَ
Open ayah 78:3هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي
كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ
Open ayah 78:4نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي
ثُمَّ كَلَّا سَيَعۡلَمُونَ
Open ayah 78:5بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي
أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ مِهَٰدٗا
Open ayah 78:6ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟
وَٱلۡجِبَالَ أَوۡتَادٗا
Open ayah 78:7او غرونه (مو) میخونه
وَخَلَقۡنَٰكُمۡ أَزۡوَٰجٗا
Open ayah 78:8او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)
وَجَعَلۡنَا نَوۡمَكُمۡ سُبَاتٗا
Open ayah 78:9او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى
وَجَعَلۡنَا ٱلَّيۡلَ لِبَاسٗا
Open ayah 78:10او شپه مو لباس ګرځولې ده
وَجَعَلۡنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشٗا
Open ayah 78:11او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى
وَبَنَيۡنَا فَوۡقَكُمۡ سَبۡعٗا شِدَادٗا
Open ayah 78:12او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي
وَجَعَلۡنَا سِرَاجٗا وَهَّاجٗا
Open ayah 78:13او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده
وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡمُعۡصِرَٰتِ مَآءٗ ثَجَّاجٗا
Open ayah 78:14او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي
لِّنُخۡرِجَ بِهِۦ حَبّٗا وَنَبَاتٗا
Open ayah 78:15د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو
وَجَنَّٰتٍ أَلۡفَافًا
Open ayah 78:16او باغونه یو له بل سره نژدې
إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ كَانَ مِيقَٰتٗا
Open ayah 78:17بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى
يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِ فَتَأۡتُونَ أَفۡوَاجٗا
Open ayah 78:18هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ
وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتۡ أَبۡوَٰبٗا
Open ayah 78:19او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي
وَسُيِّرَتِ ٱلۡجِبَالُ فَكَانَتۡ سَرَابًا
Open ayah 78:20او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي
إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتۡ مِرۡصَادٗا
Open ayah 78:21بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي
لِّلطَّٰغِينَ مَـَٔابٗا
Open ayah 78:22د سركشو لپاره د ورتللو ځاى
لَّٰبِثِينَ فِيهَآ أَحۡقَابٗا
Open ayah 78:23چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي
لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرۡدٗا وَلَا شَرَابًا
Open ayah 78:24دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه
إِلَّا حَمِيمٗا وَغَسَّاقٗا
Open ayah 78:25غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه
جَزَآءٗ وِفَاقًا
Open ayah 78:26بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه
إِنَّهُمۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ حِسَابٗا
Open ayah 78:27بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه
وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا كِذَّابٗا
Open ayah 78:28او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل
وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ كِتَٰبٗا
Open ayah 78:29او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى
فَذُوقُواْ فَلَن نَّزِيدَكُمۡ إِلَّا عَذَابًا
Open ayah 78:30نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب
إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ مَفَازًا
Open ayah 78:31بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده
حَدَآئِقَ وَأَعۡنَٰبٗا
Open ayah 78:32(چې) باغونه او انګور دي
وَكَوَاعِبَ أَتۡرَابٗا
Open ayah 78:33او انارسینه همځولې پېغلې دي
وَكَأۡسٗا دِهَاقٗا
Open ayah 78:34او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي
لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوٗا وَلَا كِذَّٰبٗا
Open ayah 78:35دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ
جَزَآءٗ مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابٗا
Open ayah 78:36د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه
رَّبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا ٱلرَّحۡمَٰنِۖ لَا يَمۡلِكُونَ مِنۡهُ خِطَابٗا
Open ayah 78:37چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري
يَوۡمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ صَفّٗاۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنۡ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَقَالَ صَوَابٗا
Open ayah 78:38په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا
Open ayah 78:39دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
إِنَّآ أَنذَرۡنَٰكُمۡ عَذَابٗا قَرِيبٗا يَوۡمَ يَنظُرُ ٱلۡمَرۡءُ مَا قَدَّمَتۡ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلۡكَافِرُ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ تُرَٰبَۢا
Open ayah 78:40بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى