النازعات
An-Naazi'aat
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقٗا
Open ayah 79:179-1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشۡطٗا
Open ayah 79:279-2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبۡحٗا
Open ayah 79:379-3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبۡقٗا
Open ayah 79:479-4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
فَٱلۡمُدَبِّرَٰتِ أَمۡرٗا
Open ayah 79:579-5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
يَوۡمَ تَرۡجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ
Open ayah 79:679-6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
تَتۡبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ
Open ayah 79:779-7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
قُلُوبٞ يَوۡمَئِذٖ وَاجِفَةٌ
Open ayah 79:879-8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
أَبۡصَٰرُهَا خَٰشِعَةٞ
Open ayah 79:979-9 د دغو سترګې به ښكته وي
يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرۡدُودُونَ فِي ٱلۡحَافِرَةِ
Open ayah 79:1079-10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمٗا نَّخِرَةٗ
Open ayah 79:1179-11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
قَالُواْ تِلۡكَ إِذٗا كَرَّةٌ خَاسِرَةٞ
Open ayah 79:1279-12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ
Open ayah 79:1379-13 پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ
Open ayah 79:1479-14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ
Open ayah 79:1579-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
إِذۡ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلۡوَادِ ٱلۡمُقَدَّسِ طُوًى
Open ayah 79:1679-16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
ٱذۡهَبۡ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
Open ayah 79:1779-17 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
فَقُلۡ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ
Open ayah 79:1879-18 نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
وَأَهۡدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخۡشَىٰ
Open ayah 79:1979-19 او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
فَأَرَىٰهُ ٱلۡأٓيَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 79:2079-20 نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ
Open ayah 79:2179-21 نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
ثُمَّ أَدۡبَرَ يَسۡعَىٰ
Open ayah 79:2279-22 بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ
Open ayah 79:2379-23 نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ
Open ayah 79:2479-24 نو ويې ويل:زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلۡأٓخِرَةِ وَٱلۡأُولَىٰٓ
Open ayah 79:2579-25 نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةٗ لِّمَن يَخۡشَىٰٓ
Open ayah 79:2679-26 بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
ءَأَنتُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُۚ بَنَىٰهَا
Open ayah 79:2779-27 ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
رَفَعَ سَمۡكَهَا فَسَوَّىٰهَا
Open ayah 79:2879-28 د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
وَأَغۡطَشَ لَيۡلَهَا وَأَخۡرَجَ ضُحَىٰهَا
Open ayah 79:2979-29 او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
وَٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ
Open ayah 79:3079-30 او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
أَخۡرَجَ مِنۡهَا مَآءَهَا وَمَرۡعَىٰهَا
Open ayah 79:3179-31 ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
وَٱلۡجِبَالَ أَرۡسَىٰهَا
Open ayah 79:3279-32 او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
مَتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ
Open ayah 79:3379-33 ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 79:3479-34 نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
يَوۡمَ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰ
Open ayah 79:3579-35 په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ
Open ayah 79:3679-36 او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ
Open ayah 79:3779-37 نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
وَءَاثَرَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
Open ayah 79:3879-38 او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
فَإِنَّ ٱلۡجَحِيمَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
Open ayah 79:3979-39 نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
وَأَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفۡسَ عَنِ ٱلۡهَوَىٰ
Open ayah 79:4079-40 او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
فَإِنَّ ٱلۡجَنَّةَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
Open ayah 79:4179-41 نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرۡسَىٰهَا
Open ayah 79:4279-42 (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكۡرَىٰهَآ
Open ayah 79:4379-43 ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ
Open ayah 79:4479-44 خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخۡشَىٰهَا
Open ayah 79:4579-45 بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَهَا لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا عَشِيَّةً أَوۡ ضُحَىٰهَا
Open ayah 79:4679-46 ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت