المدثر
Al-Muddaththir
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ
Open ayah 74:174-1 اى په جامه كې نغښتونكیه!
قُمۡ فَأَنذِرۡ
Open ayah 74:274-2 ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ
Open ayah 74:374-3 او نو د خپل رب لويي بیانوه
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ
Open ayah 74:474-4 او نو خپلې جامې پاكې ساته
وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ
Open ayah 74:574-5 او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ
Open ayah 74:674-6 او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ
Open ayah 74:774-7 او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
فَإِذَا نُقِرَ فِي ٱلنَّاقُورِ
Open ayah 74:874-8 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
فَذَٰلِكَ يَوۡمَئِذٖ يَوۡمٌ عَسِيرٌ
Open ayah 74:974-9 نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ غَيۡرُ يَسِيرٖ
Open ayah 74:1074-10 په كافرانو باندې اسانه نه ده
ذَرۡنِي وَمَنۡ خَلَقۡتُ وَحِيدٗا
Open ayah 74:1174-11 ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
وَجَعَلۡتُ لَهُۥ مَالٗا مَّمۡدُودٗا
Open ayah 74:1274-12 او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
وَبَنِينَ شُهُودٗا
Open ayah 74:1374-13 او زامن حاضر (باشه)
وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمۡهِيدٗا
Open ayah 74:1474-14 او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
ثُمَّ يَطۡمَعُ أَنۡ أَزِيدَ
Open ayah 74:1574-15 بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
كَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدٗا
Open ayah 74:1674-16 هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
سَأُرۡهِقُهُۥ صَعُودًا
Open ayah 74:1774-17 ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَ
Open ayah 74:1874-18 بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
فَقُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ
Open ayah 74:1974-19 پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
ثُمَّ قُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ
Open ayah 74:2074-20 بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
ثُمَّ نَظَرَ
Open ayah 74:2174-21 بیا يې وكتل
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ
Open ayah 74:2274-22 بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
ثُمَّ أَدۡبَرَ وَٱسۡتَكۡبَرَ
Open ayah 74:2374-23 بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
فَقَالَ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ يُؤۡثَرُ
Open ayah 74:2474-24 نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا قَوۡلُ ٱلۡبَشَرِ
Open ayah 74:2574-25 نه دى دا مګر د انسان قول
سَأُصۡلِيهِ سَقَرَ
Open ayah 74:2674-26 ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سَقَرُ
Open ayah 74:2774-27 او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
لَا تُبۡقِي وَلَا تَذَرُ
Open ayah 74:2874-28 دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
لَوَّاحَةٞ لِّلۡبَشَرِ
Open ayah 74:2974-29 انسان لره ډېر سوځوونكى دى
عَلَيۡهَا تِسۡعَةَ عَشَرَ
Open ayah 74:3074-30 په ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي
وَمَا جَعَلۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةٗۖ وَمَا جَعَلۡنَا عِدَّتَهُمۡ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيَسۡتَيۡقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَيَزۡدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِيمَٰنٗا وَلَا يَرۡتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ وَٱلۡكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَمَا يَعۡلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡبَشَرِ
Open ayah 74:3174-31 او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
كَلَّا وَٱلۡقَمَرِ
Open ayah 74:3274-32 هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
وَٱلَّيۡلِ إِذۡ أَدۡبَرَ
Open ayah 74:3374-33 او په شپې باندې كله چې شا كړي
وَٱلصُّبۡحِ إِذَآ أَسۡفَرَ
Open ayah 74:3474-34 او په سبا باندې كله چې روښانه شي
إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ
Open ayah 74:3574-35 بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
نَذِيرٗا لِّلۡبَشَرِ
Open ayah 74:3674-36 چې انسان لره وېروونكى دى
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَتَقَدَّمَ أَوۡ يَتَأَخَّرَ
Open ayah 74:3774-37 هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ رَهِينَةٌ
Open ayah 74:3874-38 هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
إِلَّآ أَصۡحَٰبَ ٱلۡيَمِينِ
Open ayah 74:3974-39 غیر له ښي اړخ والاو نه
فِي جَنَّٰتٖ يَتَسَآءَلُونَ
Open ayah 74:4074-40 (دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
عَنِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ
Open ayah 74:4174-41 د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
مَا سَلَكَكُمۡ فِي سَقَرَ
Open ayah 74:4274-42 (مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
قَالُواْ لَمۡ نَكُ مِنَ ٱلۡمُصَلِّينَ
Open ayah 74:4374-43 دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
وَلَمۡ نَكُ نُطۡعِمُ ٱلۡمِسۡكِينَ
Open ayah 74:4474-44 او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلۡخَآئِضِينَ
Open ayah 74:4574-45 او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ
Open ayah 74:4674-46 او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلۡيَقِينُ
Open ayah 74:4774-47 تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ
Open ayah 74:4874-48 نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ
Open ayah 74:4974-49 نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
كَأَنَّهُمۡ حُمُرٞ مُّسۡتَنفِرَةٞ
Open ayah 74:5074-50 ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ
Open ayah 74:5174-51 چې له زمري نه تښتي
بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفٗا مُّنَشَّرَةٗ
Open ayah 74:5274-52 بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
كَلَّاۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ
Open ayah 74:5374-53 هیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذۡكِرَةٞ
Open ayah 74:5474-54 هیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ
Open ayah 74:5574-55 نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ
Open ayah 74:5674-56 او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى