الفجر
Al-Fajr
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلۡفَجۡرِ
Open ayah 89:1قسم دی پر سهار.
وَلَيَالٍ عَشۡرٖ
Open ayah 89:2او پر لسو شپو.
وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ
Open ayah 89:3او پر جفت او تاق.
وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَسۡرِ
Open ayah 89:4او پر شپه کله چې روانه وي.
هَلۡ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٞ لِّذِي حِجۡرٍ
Open ayah 89:5آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟
أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ
Open ayah 89:6ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.
إِرَمَ ذَاتِ ٱلۡعِمَادِ
Open ayah 89:7ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.
ٱلَّتِي لَمۡ يُخۡلَقۡ مِثۡلُهَا فِي ٱلۡبِلَٰدِ
Open ayah 89:8هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.
وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُواْ ٱلصَّخۡرَ بِٱلۡوَادِ
Open ayah 89:9او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.
وَفِرۡعَوۡنَ ذِي ٱلۡأَوۡتَادِ
Open ayah 89:10او د ميخونو والا فرعون سره.
ٱلَّذِينَ طَغَوۡاْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ
Open ayah 89:11هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.
فَأَكۡثَرُواْ فِيهَا ٱلۡفَسَادَ
Open ayah 89:12او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.
فَصَبَّ عَلَيۡهِمۡ رَبُّكَ سَوۡطَ عَذَابٍ
Open ayah 89:13نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.
إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلۡمِرۡصَادِ
Open ayah 89:14په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.
فَأَمَّا ٱلۡإِنسَٰنُ إِذَا مَا ٱبۡتَلَىٰهُ رَبُّهُۥ فَأَكۡرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّيٓ أَكۡرَمَنِ
Open ayah 89:15خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.
وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبۡتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيۡهِ رِزۡقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّيٓ أَهَٰنَنِ
Open ayah 89:16او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.
كَلَّاۖ بَل لَّا تُكۡرِمُونَ ٱلۡيَتِيمَ
Open ayah 89:17هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.
وَلَا تَحَٰٓضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ
Open ayah 89:18او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.
وَتَأۡكُلُونَ ٱلتُّرَاثَ أَكۡلٗا لَّمّٗا
Open ayah 89:19او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.
وَتُحِبُّونَ ٱلۡمَالَ حُبّٗا جَمّٗا
Open ayah 89:20او مال ډېر زيات خوښوئ.
كَلَّآۖ إِذَا دُكَّتِ ٱلۡأَرۡضُ دَكّٗا دَكّٗا
Open ayah 89:21هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.
وَجَآءَ رَبُّكَ وَٱلۡمَلَكُ صَفّٗا صَفّٗا
Open ayah 89:22او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.
وَجِاْيٓءَ يَوۡمَئِذِۭ بِجَهَنَّمَۚ يَوۡمَئِذٖ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكۡرَىٰ
Open ayah 89:23او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.
يَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي قَدَّمۡتُ لِحَيَاتِي
Open ayah 89:24وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.
فَيَوۡمَئِذٖ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُۥٓ أَحَدٞ
Open ayah 89:25نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.
وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُۥٓ أَحَدٞ
Open ayah 89:26او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.
يَٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفۡسُ ٱلۡمُطۡمَئِنَّةُ
Open ayah 89:27اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.
ٱرۡجِعِيٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةٗ مَّرۡضِيَّةٗ
Open ayah 89:28وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.
فَٱدۡخُلِي فِي عِبَٰدِي
Open ayah 89:29بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.
وَٱدۡخُلِي جَنَّتِي
Open ayah 89:30او زما جنت ته ننوځه.