الأعلى
Al-A'laa
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
سَبِّحِ ٱسۡمَ رَبِّكَ ٱلۡأَعۡلَى
Open ayah 87:187-1 ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
ٱلَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ
Open ayah 87:287-2 هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
وَٱلَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ
Open ayah 87:387-3 او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
وَٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلۡمَرۡعَىٰ
Open ayah 87:487-4 او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحۡوَىٰ
Open ayah 87:587-5 بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
سَنُقۡرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ
Open ayah 87:687-6 ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ وَمَا يَخۡفَىٰ
Open ayah 87:787-7 مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
وَنُيَسِّرُكَ لِلۡيُسۡرَىٰ
Open ayah 87:887-8 او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
فَذَكِّرۡ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكۡرَىٰ
Open ayah 87:987-9 نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
سَيَذَّكَّرُ مَن يَخۡشَىٰ
Open ayah 87:1087-10 ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلۡأَشۡقَى
Open ayah 87:1187-11 او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
ٱلَّذِي يَصۡلَى ٱلنَّارَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 87:1287-12 هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحۡيَىٰ
Open ayah 87:1387-13 بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
قَدۡ أَفۡلَحَ مَن تَزَكَّىٰ
Open ayah 87:1487-14 یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
وَذَكَرَ ٱسۡمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ
Open ayah 87:1587-15 او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
بَلۡ تُؤۡثِرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
Open ayah 87:1687-16 بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰٓ
Open ayah 87:1787-17 حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
إِنَّ هَٰذَا لَفِي ٱلصُّحُفِ ٱلۡأُولَىٰ
Open ayah 87:1887-18 بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
صُحُفِ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ
Open ayah 87:1987-19 د ابراهیم او موسی په صحیفو كې