الغاشية
Al-Ghaashiya
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلۡغَٰشِيَةِ
Open ayah 88:188-1 ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟
وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٍ خَٰشِعَةٌ
Open ayah 88:288-2 څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
عَامِلَةٞ نَّاصِبَةٞ
Open ayah 88:388-3 سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي
تَصۡلَىٰ نَارًا حَامِيَةٗ
Open ayah 88:488-4 ډېر ګرم اور ته به ننوځي
تُسۡقَىٰ مِنۡ عَيۡنٍ ءَانِيَةٖ
Open ayah 88:588-5 په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي
لَّيۡسَ لَهُمۡ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٖ
Open ayah 88:688-6 د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه
لَّا يُسۡمِنُ وَلَا يُغۡنِي مِن جُوعٖ
Open ayah 88:788-7 چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي
وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٖ نَّاعِمَةٞ
Open ayah 88:888-8 څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي
لِّسَعۡيِهَا رَاضِيَةٞ
Open ayah 88:988-9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٖ
Open ayah 88:1088-10 په اوچت جنت كې به وي
لَّا تَسۡمَعُ فِيهَا لَٰغِيَةٗ
Open ayah 88:1188-11 دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري
فِيهَا عَيۡنٞ جَارِيَةٞ
Open ayah 88:1288-12 په دغه (جنت) كې روانه چینه ده
فِيهَا سُرُرٞ مَّرۡفُوعَةٞ
Open ayah 88:1388-13 په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي
وَأَكۡوَابٞ مَّوۡضُوعَةٞ
Open ayah 88:1488-14 او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي
وَنَمَارِقُ مَصۡفُوفَةٞ
Open ayah 88:1588-15 او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي
وَزَرَابِيُّ مَبۡثُوثَةٌ
Open ayah 88:1688-16 او غوړول شوي اعلی فرشونه دي
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلۡإِبِلِ كَيۡفَ خُلِقَتۡ
Open ayah 88:1788-17 ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟
وَإِلَى ٱلسَّمَآءِ كَيۡفَ رُفِعَتۡ
Open ayah 88:1888-18 او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟
وَإِلَى ٱلۡجِبَالِ كَيۡفَ نُصِبَتۡ
Open ayah 88:1988-19 او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟
وَإِلَى ٱلۡأَرۡضِ كَيۡفَ سُطِحَتۡ
Open ayah 88:2088-20 او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟
فَذَكِّرۡ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٞ
Open ayah 88:2188-21 نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې
لَّسۡتَ عَلَيۡهِم بِمُصَيۡطِرٍ
Open ayah 88:2288-22 ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې
إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ
Open ayah 88:2388-23 مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي
فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَكۡبَرَ
Open ayah 88:2488-24 نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب
إِنَّ إِلَيۡنَآ إِيَابَهُمۡ
Open ayah 88:2588-25 بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى
ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا حِسَابَهُم
Open ayah 88:2688-26 بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى