الأعلى
Al-A'laa
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
سَبِّحِ ٱسۡمَ رَبِّكَ ٱلۡأَعۡلَى
Open ayah 87:1ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
ٱلَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ
Open ayah 87:2هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
وَٱلَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ
Open ayah 87:3او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
وَٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلۡمَرۡعَىٰ
Open ayah 87:4او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحۡوَىٰ
Open ayah 87:5بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
سَنُقۡرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ
Open ayah 87:6ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ وَمَا يَخۡفَىٰ
Open ayah 87:7مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
وَنُيَسِّرُكَ لِلۡيُسۡرَىٰ
Open ayah 87:8او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
فَذَكِّرۡ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكۡرَىٰ
Open ayah 87:9نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
سَيَذَّكَّرُ مَن يَخۡشَىٰ
Open ayah 87:10ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلۡأَشۡقَى
Open ayah 87:11او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
ٱلَّذِي يَصۡلَى ٱلنَّارَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
Open ayah 87:12هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحۡيَىٰ
Open ayah 87:13بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
قَدۡ أَفۡلَحَ مَن تَزَكَّىٰ
Open ayah 87:14یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
وَذَكَرَ ٱسۡمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ
Open ayah 87:15او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
بَلۡ تُؤۡثِرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
Open ayah 87:16بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰٓ
Open ayah 87:17حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
إِنَّ هَٰذَا لَفِي ٱلصُّحُفِ ٱلۡأُولَىٰ
Open ayah 87:18بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
صُحُفِ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ
Open ayah 87:19د ابراهیم او موسی په صحیفو كې