الطارق
At-Taariq
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ
Open ayah 86:1قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ
Open ayah 86:2او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ
Open ayah 86:3ځلېدونكى ستورى دى
إِن كُلُّ نَفۡسٖ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٞ
Open ayah 86:4نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ
Open ayah 86:5نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
خُلِقَ مِن مَّآءٖ دَافِقٖ
Open ayah 86:6دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ
Open ayah 86:7چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرٞ
Open ayah 86:8بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ
Open ayah 86:9په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٖ وَلَا نَاصِرٖ
Open ayah 86:10نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ
Open ayah 86:11قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ
Open ayah 86:12او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
إِنَّهُۥ لَقَوۡلٞ فَصۡلٞ
Open ayah 86:13بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ
Open ayah 86:14او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدٗا
Open ayah 86:15بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
وَأَكِيدُ كَيۡدٗا
Open ayah 86:16او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
فَمَهِّلِ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَمۡهِلۡهُمۡ رُوَيۡدَۢا
Open ayah 86:17نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه