البلد
Al-Balad
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لَآ أُقۡسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ
Open ayah 90:1زه قسم خورم په دې ښار باندې
وَأَنتَ حِلُّۢ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ
Open ayah 90:2په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
وَوَالِدٖ وَمَا وَلَدَ
Open ayah 90:3او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ
Open ayah 90:4یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
أَيَحۡسَبُ أَن لَّن يَقۡدِرَ عَلَيۡهِ أَحَدٞ
Open ayah 90:5ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
يَقُولُ أَهۡلَكۡتُ مَالٗا لُّبَدًا
Open ayah 90:6دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ
Open ayah 90:7ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ
Open ayah 90:8ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
وَلِسَانٗا وَشَفَتَيۡنِ
Open ayah 90:9او یوه ژبه او دوه شونډي
وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ
Open ayah 90:10اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
فَلَا ٱقۡتَحَمَ ٱلۡعَقَبَةَ
Open ayah 90:11نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡعَقَبَةُ
Open ayah 90:12او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
فَكُّ رَقَبَةٍ
Open ayah 90:13خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
أَوۡ إِطۡعَٰمٞ فِي يَوۡمٖ ذِي مَسۡغَبَةٖ
Open ayah 90:14او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
يَتِيمٗا ذَا مَقۡرَبَةٍ
Open ayah 90:15یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
أَوۡ مِسۡكِينٗا ذَا مَتۡرَبَةٖ
Open ayah 90:16یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡمَرۡحَمَةِ
Open ayah 90:17بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ
Open ayah 90:18دغه كسان دښي اړخ والا دي
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا هُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ
Open ayah 90:19او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
عَلَيۡهِمۡ نَارٞ مُّؤۡصَدَةُۢ
Open ayah 90:20په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي