الشمس
Ash-Shams
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلشَّمۡسِ وَضُحَىٰهَا
Open ayah 91:1قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
وَٱلۡقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا
Open ayah 91:2اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا
Open ayah 91:3او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰهَا
Open ayah 91:4او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا
Open ayah 91:5او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا طَحَىٰهَا
Open ayah 91:6او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
وَنَفۡسٖ وَمَا سَوَّىٰهَا
Open ayah 91:7او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
فَأَلۡهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقۡوَىٰهَا
Open ayah 91:8نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
قَدۡ أَفۡلَحَ مَن زَكَّىٰهَا
Open ayah 91:9چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
وَقَدۡ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا
Open ayah 91:10او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
كَذَّبَتۡ ثَمُودُ بِطَغۡوَىٰهَآ
Open ayah 91:11ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشۡقَىٰهَا
Open ayah 91:12كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
فَقَالَ لَهُمۡ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقۡيَٰهَا
Open ayah 91:13نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمۡدَمَ عَلَيۡهِمۡ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمۡ فَسَوَّىٰهَا
Open ayah 91:14نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
وَلَا يَخَافُ عُقۡبَٰهَا
Open ayah 91:15او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي