الليل
Al-Lail
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰ
Open ayah 92:1قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ
Open ayah 92:2او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ
Open ayah 92:3او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
إِنَّ سَعۡيَكُمۡ لَشَتَّىٰ
Open ayah 92:4چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ
Open ayah 92:5نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
وَصَدَّقَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ
Open ayah 92:6او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡيُسۡرَىٰ
Open ayah 92:7نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسۡتَغۡنَىٰ
Open ayah 92:8او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
وَكَذَّبَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ
Open ayah 92:9او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡعُسۡرَىٰ
Open ayah 92:10نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
وَمَا يُغۡنِي عَنۡهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ
Open ayah 92:11او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
إِنَّ عَلَيۡنَا لَلۡهُدَىٰ
Open ayah 92:12بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
وَإِنَّ لَنَا لَلۡأٓخِرَةَ وَٱلۡأُولَىٰ
Open ayah 92:13او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
فَأَنذَرۡتُكُمۡ نَارٗا تَلَظَّىٰ
Open ayah 92:14نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
لَا يَصۡلَىٰهَآ إِلَّا ٱلۡأَشۡقَى
Open ayah 92:15ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
ٱلَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
Open ayah 92:16هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلۡأَتۡقَى
Open ayah 92:17او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
ٱلَّذِي يُؤۡتِي مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ
Open ayah 92:18هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعۡمَةٖ تُجۡزَىٰٓ
Open ayah 92:19او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
إِلَّا ٱبۡتِغَآءَ وَجۡهِ رَبِّهِ ٱلۡأَعۡلَىٰ
Open ayah 92:20مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
وَلَسَوۡفَ يَرۡضَىٰ
Open ayah 92:21او خامخا ژر به دى راضي شي`