الزلزلة
Az-Zalzala
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا زُلۡزِلَتِ ٱلۡأَرۡضُ زِلۡزَالَهَا
Open ayah 99:1کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.
وَأَخۡرَجَتِ ٱلۡأَرۡضُ أَثۡقَالَهَا
Open ayah 99:2او ځمکه خپل درانه پيټي را وباسي.
وَقَالَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا لَهَا
Open ayah 99:3او انسان ووايي چې پر دې څه شوي دي.
يَوۡمَئِذٖ تُحَدِّثُ أَخۡبَارَهَا
Open ayah 99:4همغه ورځ به هغه خپل خبرونه بيانوي.
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوۡحَىٰ لَهَا
Open ayah 99:5ځکه چې ستا پالونکي هغې ته امر کړی دی.
يَوۡمَئِذٖ يَصۡدُرُ ٱلنَّاسُ أَشۡتَاتٗا لِّيُرَوۡاْ أَعۡمَٰلَهُمۡ
Open ayah 99:6په هغه ورځ به خلک ډلې ډلې ورګرځي ترڅو يې خپل عملونه ور وښودل شي.
فَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ خَيۡرٗا يَرَهُۥ
Open ayah 99:7نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني.
وَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٖ شَرّٗا يَرَهُۥ
Open ayah 99:8او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړی وي هغه به وويني.