العلق
Al-Alaq
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ
Open ayah 96:1ولوله د خپل هغه پالونکي پر نوم چې پيدا يې کړ.
خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ
Open ayah 96:2انسان يې د وينې له ټوټې پيداکړ.
ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ
Open ayah 96:3ولوله! او ستا پالونکی ډېر مهربانه دی.
ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ
Open ayah 96:4هغه چې پر قلم يې ښوونه ورکړه.
عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ
Open ayah 96:5انسان يې پر هغه څه پوه کړ چې نه پرې پوهېدلو.
كَلَّآ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَيَطۡغَىٰٓ
Open ayah 96:6نه داسې نه ده، انسان هرومرو سرکښي کوي.
أَن رَّءَاهُ ٱسۡتَغۡنَىٰٓ
Open ayah 96:7کله چې ځان مالدار وویني.
إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجۡعَىٰٓ
Open ayah 96:8بېشکه ستا د پالونکي لوري ته ورګرځېدل دي.
أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يَنۡهَىٰ
Open ayah 96:9آيا هغه څوک دې ليدلی چې ايساروي.
عَبۡدًا إِذَا صَلَّىٰٓ
Open ayah 96:10بنده لره کله لمونځ کوي.
أَرَءَيۡتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلۡهُدَىٰٓ
Open ayah 96:11آيا ته يې وينې که هغه پر سمه لار وي.
أَوۡ أَمَرَ بِٱلتَّقۡوَىٰٓ
Open ayah 96:12آو يا پر ځان ساتنه (تقوا) امر کوي.
أَرَءَيۡتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ
Open ayah 96:13آيا پام دې دی که هغه سړی درواغ ګني يا مخ اړوي.
أَلَمۡ يَعۡلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ
Open ayah 96:14آيا هغه نه پوهيږي چې الله هرڅه ويني.
كَلَّا لَئِن لَّمۡ يَنتَهِ لَنَسۡفَعَۢا بِٱلنَّاصِيَةِ
Open ayah 96:15هيڅکله نه، داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې هرومرو د تندي له وېښتانو را ونيسو.
نَاصِيَةٖ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةٖ
Open ayah 96:16له درواغجن خطا کار تندي څخه.
فَلۡيَدۡعُ نَادِيَهُۥ
Open ayah 96:17بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي.
سَنَدۡعُ ٱلزَّبَانِيَةَ
Open ayah 96:18زر ده چې موږ به هم د عذاب پرېښتې را وغواړو.
كَلَّا لَا تُطِعۡهُ وَٱسۡجُدۡۤ وَٱقۡتَرِب۩
Open ayah 96:19نه؛ داسې نه ده د هغه خبره مه منه، (اوخپل الله ته) سجده کوه، ور نېږدې شه.