التين
At-Tin
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيۡتُونِ
Open ayah 95:1قسم دی پر انځر او ښوون.
وَطُورِ سِينِينَ
Open ayah 95:2او پر طور سينا (غره) قسم.
وَهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٱلۡأَمِينِ
Open ayah 95:3اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.
لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِيٓ أَحۡسَنِ تَقۡوِيمٖ
Open ayah 95:4په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.
ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ
Open ayah 95:5بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ
Open ayah 95:6مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعۡدُ بِٱلدِّينِ
Open ayah 95:7نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.
أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَحۡكَمِ ٱلۡحَٰكِمِينَ
Open ayah 95:8ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟