القدر
Al-Qadr
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةِ ٱلۡقَدۡرِ
Open ayah 97:1بېشکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړی دی.
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ
Open ayah 97:2او ته څه پوه يې چې د قدر شپه څه ده.
لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ خَيۡرٞ مِّنۡ أَلۡفِ شَهۡرٖ
Open ayah 97:3د قدر شپه له زرو مياشتو غوره ده.
تَنَزَّلُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ فِيهَا بِإِذۡنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمۡرٖ
Open ayah 97:4په هغې کې پرېښتې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر (ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي.
سَلَٰمٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطۡلَعِ ٱلۡفَجۡرِ
Open ayah 97:5هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې.