الشمس
Ash-Shams
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلشَّمۡسِ وَضُحَىٰهَا
Open ayah 91:191-1 قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
وَٱلۡقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا
Open ayah 91:291-2 اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا
Open ayah 91:391-3 او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰهَا
Open ayah 91:491-4 او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا
Open ayah 91:591-5 او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا طَحَىٰهَا
Open ayah 91:691-6 او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
وَنَفۡسٖ وَمَا سَوَّىٰهَا
Open ayah 91:791-7 او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
فَأَلۡهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقۡوَىٰهَا
Open ayah 91:891-8 نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
قَدۡ أَفۡلَحَ مَن زَكَّىٰهَا
Open ayah 91:991-9 چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
وَقَدۡ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا
Open ayah 91:1091-10 او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
كَذَّبَتۡ ثَمُودُ بِطَغۡوَىٰهَآ
Open ayah 91:1191-11 ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشۡقَىٰهَا
Open ayah 91:1291-12 كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
فَقَالَ لَهُمۡ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقۡيَٰهَا
Open ayah 91:1391-13 نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمۡدَمَ عَلَيۡهِمۡ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمۡ فَسَوَّىٰهَا
Open ayah 91:1491-14 نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
وَلَا يَخَافُ عُقۡبَٰهَا
Open ayah 91:1591-15 او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي