الهمزة
Al-Humaza
Translation: Pashto Translation by Rowwad Translation Center · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَيۡلٞ لِّكُلِّ هُمَزَةٖ لُّمَزَةٍ
Open ayah 104:1تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.
ٱلَّذِي جَمَعَ مَالٗا وَعَدَّدَهُۥ
Open ayah 104:2هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.
يَحۡسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخۡلَدَهُۥ
Open ayah 104:3ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.
كَلَّاۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِي ٱلۡحُطَمَةِ
Open ayah 104:4هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحُطَمَةُ
Open ayah 104:5او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.
نَارُ ٱللَّهِ ٱلۡمُوقَدَةُ
Open ayah 104:6د الله بل کړل شوی اور دی.
ٱلَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى ٱلۡأَفۡـِٔدَةِ
Open ayah 104:7همغه چې پر زړونو به ورخېژي.
إِنَّهَا عَلَيۡهِم مُّؤۡصَدَةٞ
Open ayah 104:8بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.
فِي عَمَدٖ مُّمَدَّدَةِۭ
Open ayah 104:9په اوږدو ستنو کې.