التكاثر
At-Takaathur
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ
Open ayah 102:1تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره
حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ
Open ayah 102:2تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ
كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ
Open ayah 102:3داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
ثُمَّ كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ
Open ayah 102:4بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ
Open ayah 102:5داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى
لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ
Open ayah 102:6تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ
Open ayah 102:7بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ
Open ayah 102:8بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي