الكافرون
Al-Kaafiroon
Translation: Pashto - Zakaria AbulSalam · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ
Open ayah 109:1109-1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!
لَآ أَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُونَ
Open ayah 109:2109-2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ
Open ayah 109:3109-3 او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
وَلَآ أَنَا۠ عَابِدٞ مَّا عَبَدتُّمۡ
Open ayah 109:4109-4 او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ
Open ayah 109:5109-5 او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم
لَكُمۡ دِينُكُمۡ وَلِيَ دِينِ
Open ayah 109:6109-6 تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى