الناس
An-Naas
Translation: Pashto - Abdulwali Khan · Open the surah
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ
Open ayah 114:1(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم
مَلِكِ ٱلنَّاسِ
Open ayah 114:2چې د خلقو بادشاه دى
إِلَٰهِ ٱلنَّاسِ
Open ayah 114:3د خلقو (حقیقي) معبود دى
مِن شَرِّ ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ
Open ayah 114:4له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي
ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ
Open ayah 114:5هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي
مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ
Open ayah 114:6چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي